سره له دې چې د ولسمشري ټاکنو د وروستۍ پایلې له اعلانېدو درې ورځې تېرېږي، واشنګټن تر اوسه په دې اړه خپل دریځ نه دی په ډاګه کړی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې هېواد یې د افغانستان د ولسمشري ټاکنو پایله له نږدې څاري.
پمپیو پرون سعودي عربستان ته د سفر پر مهال وویل: «د افغانستان په اړه د ویلو لپاره څه نه لرم، خو موږ د ټاکنو پایله له نږدې څارو.»
نوموړي زیاته کړې: «له ډېر ناوختېدو مخکې به د افغانستان د ولسمشري ټاکنو د پایلې په تړاو اعلامیه خپره کړو.»
د ټاکنو د پایلې له اعلان یوه ورځ وروسته، په کابل کې د ایران د سفیر بهادر امینیان یوه ویډیو خپره شوه. نوموړي په دغه تصویري پیغام کې که څه هم په ټاکنو کې د خلکو د ګډون هرکلی کړی و، خو په افغانستان کې یې د ولسي کابینې د جوړولو لپاره هیله څرګنده کړې وه.
خو په کابل کې د ایران سفارت د یادې ویډیو له خپرېدو څو ساعته وروسته په یوه مطلب کې وویل چې دغه سفارت د افغانستان د ولسمشري ټاکنو د پایلې په تړاو کوم دریځ نه دی غوره کړی.
که څه هم د ټاکنو د وروستۍ پایلې له اعلانه څلور ورځې تېرېږي، خو له اروپايي اتحادیې، هند او کویټ پرته هېڅ هېواد د افغانستان د ولسمشري ټاکنو د پایلو په تړاو رسمي دریځ نه دی نیولی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېرې سهشنبې په ورځ محمداشرف غني د ولسمشري ټاکنو ګټونکی اعلان کړ. د ټاکنو کمېسیون د اعلان شوې پایلې له مخې، ښاغلي د ټولو رایو ۵۰،۶۴ سلنه رایې وړې دي.