پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۰۶۱۶ ته ورسېد؛ ۷۰۳ نور مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۵۲۹ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۱۶۵ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د دغو شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰ زره ۶۱۶ ته ورسېده.

د روغتیا وزارت د عامه اړیکو مسوول سعیدالدین جامي وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۲۰ اخته کسان مړه شوي او ۳۶۸ نور بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ټول‌ټال ۷۰۳ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۱۰ زره ۶۷۴ نور بېرته روغ شوي دي.

په همدې حال کې د بې‌پولې ډاکټران په هرات کې د کورونا د تشخیص د یوه مرکز د جوړېدو خبر ورکوي.

د یاد سازمان له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې یاد مرکز ۳۲ بستره لري او د هرات ښار په ګذرګاه سیمه کې پرانېستل شوی دی.

په هرات کې د بې‌پولې ډاکټرانو د پروژې همغږی کوونکی کلیر سن فلیپو ویلي، په پام کې لري د هغو ناروغانو درملنه وکړي چې اکسېجن ته اړتیا لري او د هرات پر نورو مرکزونو فشار را کم کړي.

تر اوسه په نړۍ کې پر کورونا له ۴۹۷ زرو ډېرو اخته کسانو ژوند اخیستی او له ۹ میلیونه او ۹۱۲ زرو نه ډېر پر دغه ویروس اخته شوي دي. له دې ډلې له ۵ میلیونه او ۳۶۲ زرو نه ډېر بیا بېرته روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام