د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په شپږو ولایتونو کې د کورونا ۳۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په یوه خبري غونډه کې وویل، د یادو کسانو له ډلې ۱۵ یې په کابل، ۶ په هرات، ۴ په کونړ، ۴ په لغمان او یو هم په ننګرهار ولایت کې پر کورونا ویروس اخته شوی دی.
د دغو تازه پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۰۲۶ ته ورسېده.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه پر کورونا ویروس د اخته کسانو له ډلې ۱۳۵ یې بېرته رغېدلي او ۳۶ نور مړه شوي دي.
د یادونې ده چې د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز راتلونکې دووې اوونۍ په هېواد، په تېره کابل کې ګواښوونکې وبللې او په وینا یې، په یاده موده کې به کورونا ویروس تر بل هر وخته ډېر په ټولنه کې خپور شي.
د نوموړ په وینا، خلک باید د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې او لارښوونې په پام کې ونیسي او د راتلونکي ناورین لپاره نه یوازې چمتووالی ونیسي، بلکې د ځان او ټولنې د خوندیتوب لپاره په خپلو کورونو کې پاتې شي.