د کندوز ولایتي روغتون رییس محمدنعیم منګل وايي، تراوسه د ۶ کسانو جسدونه او ۶۸ ټپیان دې روغتون ته وروړل شوي دي.
د نوموړي په وینا، په وژل شویو کسانو کې نظامیان، ملکیان، ښځې او ماشومان شامل دي. منګل زیاتوي، د کندوز په ولسوالیو کې هم یوشمېر ملکیانو ته مرګژوبله اووښتې، خو تراوسه یې شمېر مالوم نهدی.
په همدې حال کې د کندوز ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي، وسلهوالو طالبانو له سهار راهیسې ۳۰ ځله د کندوز بېلابېلې سیمې په توغندیو ویشتلي چې مرګژوبله هم لري.
خو د کندوز امنیتي مسوولان پهدې اړه څه نه وايي.