پر يو ځانمرګي بريدګر طالب قومندانانو جنسي تېری کړی

د بلال په نوم يو ۱۶ کلن هلک وايي، طالب قومندانانو پرې په زوره جنسي تېری کړی او بیا يې ورته ویلي، چې فدايي برید به دې ګناهونه پريمينځي.

د ملي امنيت له لوري په خپره شوې يوه ويډيو کې د بلال په نوم دغه بریدګر ځان د افغانستان د کونړ ولایت اوسېدونکی معرفي کوي او زياتوي، چې له ده سره نور ملګري يې هم د ملي امنيت د منسوبينو له لوري نيول شوی دی.

د دغه هلک د پلار نوم روژه ګل دی او په خپل اعتراف کې يې زیاته کړې، چې پر ده طالب قومندانانو په زوره جنسي تېری کړی.

د بلال په وینا څلور میاشتې وړاندې د ابوذر له خوا ځانمرګي برید ته هڅول شوی او نوم لیکنه یې شوې وه.

دی وايي، د خپلو ملګرو سره یې هوډ لاره، چې د پلازمېنې کابل ښار په بګرامیو ولسوالۍ ځانمرګی برید وکړي.

د یادې ولسوالۍ د برید په موخه څلور میاشتې وړاندې د حنظله او موغیره په نوم دوه تنه کابل ته راغلي و او د یادې سیمې ټول کوردینات او ځانګړتیاوې یې له ځانه سره راوړې وې.

د ملي امنيت له خوا په خپره شوې وېډيو کې دغه ځوان پخپله اعتراف کړی، چې د درېيو طالب قومندانانو له خوا د مزمل، هجرت مشهور په ابوذر، طاهر او حنظله په نومونو پرې په نوبت جنسي تېری کړی.
دغه ځوان پخپل اعتراف کې زیاته کړې، چې طالبانو بیا ورته ويلي، د خپلو ګناهونو د پاکولو په خاطر باید د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې ځانمرګی برید وکړي.

دی وايي، چې ابوذر د ۲۰ ځايي طالبانو قومنده پر غاړه لري.

دی زیاتوي، چې ملګري راته وویل " ته خو هسې هم فدايي کوې او ټولې ګناوې به دې وبښل شي."

بلال وویل، چې دی او دده ټول ملګري د ملي امنیت له خوا په کابل کې تر برید وړاندې ونیول شول.

ياده دې وي، چې په نيول شویو کې له دوی سره د ابوذر په نوم طالب قومندان کوم، چې پر ده په زوره جنسي تېری کړی هم شامل دی.

یاده دې وي، چې په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام