پر ناکامو پوځي جنرالانو ډيپلوماسي کول د هېواد سیاسي پايې ضعیفوي

د ولسي جرګې  او د حراست او ثبات شورا یو شمېر غړي د ملي دفاع پخواني وزیر عبدالله حبیبي او د پخواني لوی درستیز قدم شاه شهیم غیر مسلکي سفیران بولي او وايي، چې داګومارنه د اړیکو پر بنسټ شوې.

بلخ ولایت کې د خونړي برید وروسته له سلو ډیر پوځان ووژل شول چې له امله یې د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم له خپلو دندو استعفاوې ورکړې.

خو حکومت عبدالله حبیبي په اردن کې او قدم شاه شهیم په قزاقستان کې د افغانستان سفیرانو په توګه وګومارل.

د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال سلام وطندار ته وویل، چې د هېواد په ډيپلوماتیکو بنسټونو کې د حکومت له خوا د غیر مسلکي کسانو ګومارل په دغو بنسټونو منفي اغېزه کوي.

د دغه شورا پرخبره، په دغه ګومارنې سره د بهرنیو چارو وزارت تجربه کار کارکوونکي په سیستم بې باوره کیږي او د ډيپلوماټانو کاري مصونیت له ستونزو سره مخ کیږي.

" ۸۰ سلنه نن ورځ کومه ګومارنه چې ترسره کیږي چې دا ګومارنه شخصي او ګوندي اړیکو له مخې وه."

ترشتوال زیاتوي، د بهرنیو چارو وزارت سره د حکومت دغه  ډول چلند نه‌شي کولی، چې د افغانستان بهرنی سیاست په سمه توګه څرګند کړي.

د ولسي جرګې غړی عارف رحماني هم دغه ګومارنه ګوندي او شخصي اړیکو پربنسټ بولي او وايي، هغه څوک باید سفیر وګومارل شي چې د ډيپلوماتیک بنسټ په اړه پوره مالومات او پوهه ولري.

خو د اجرایوي ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي د پنجشنبې پر ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل چې پخوانی ملي دفاع وزیر او لوی درستیز د سفارت پوره وړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه: "دوی د اخلاقو له مخې راغلل استعفايي ورکړي او ويې ویل چې موږ ونه توانیدو له دغه پېښو مخنیوی وکړو، موږ خپلې دندنې نویو کسانو ته سپارو ځکه چې یو ښه دود دی او حکومت هم هڅه کوي چې یوبل ځای په پام کې ورته ولري زه ډاډمن یم چې دغه دواړه کسان د سفارت مشري کولای شي. "

رحیمي زیاتوي، چې حبیبي او شهیم د بلخ په خونړي برید کې مخامخ پړه نه وو.

دا لومړی ځل نه دی، چې غیر مسلکي او په خپلو دندو کې پاتې راغلي کسان کسان په نورو څوکیو ګومارل کیږي، بلکې له دې وړاندې هم وزیرانو او رېیسانو چې د خپلو مسوولیتونو پرمهال يي سم کارونه نه دي کړي د کاري خوندیتوب له‌پاره د هېواد څخه بیرون سفیران ګومارلي دي، چې پر دې کار سره د حکومت دغه کړنه د هېوادوالو له نیوکو سره مخامخ شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام