د چاپار پریس په نوم د یو خبري ویب پاڼې د امتیاز څښتن نصرت الله اقبال وايي، چې څه وخت مخکې د ملي امنیت د مشر تابه له خوا د حکومتي چارواکو پر ضد د توطیې جوړولو په تور نیول شوی و.
دی وايي، چې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو، د بشرحقونو ملاتړو او خبریالانو د حقونو د قناعت له پاره یې دی د متخاصمو هېوادونو سره د اړیکو په لرلو تورن کړی دی.
اقبال نن (دوشنبه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د ملي امنیت په زندان کې د یوې میاشتې بند او وهلو او ټکولو وروسته یې د لګول شویو تورونو په اړه کوم ثبوت پرې پیدا نه کړ.
دی وايي، چې د ملي امنیت له خوا د فشار په راوړلو د ده د فیسبوک او خبري ویب پاڼې رمزونه اخیستل شوي دي.
نوموړي خبریالانو ته وویل، چې فیسبوک او خبري ویب پاڼه یې د ملي امنیت ۷۶ ریاست له خوا هک او د ده له اړخه یې د ترهګرو ډلو سره د اړیکې لرلو په تور د بخښنې راپور خپور کړ.
اقبال وايي، چې د ملي امنیت له خوا د ده پر پاڼه د بخښنې خپور شوی راپور نورو انټرنیټي پاڼو هم خپاره کړي و.
نصرت الله اقبال وایي، د ټولو فشارونو سره سره ولسمشر اشرف غني ته یې د قضیې د څېړلو او خپلې بې ګناهۍ په اړه د یوې عریضې له مخې د څېړنې غوښتنه کړې ده.
دی زیاتوي، ولسمشر غني د ده قضیې د څېړلو له پاره د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل په ګډون ځېنې کسان څارنوالۍ ته ور وپېژندل.
خو اقبال زیاتوي، چې د ملی امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د خپل نا قانونه کار ځواب ورکولو په موخه څارنوالۍ ته د ده ور پېژندل حقارت ګني او د ولسمشر د دې کار په مقابل کې یې استعفا ورکړه.
ده زیاته کړه، چې په خپله فسبوک پاڼه کې د یو متن په خپرولو سره ځان په عامه ذهنیتونو کې د پاکستان ضد څېره وښودله او له دندې یې استعفا ورکړه.
د چاپار رییس خبري ویب پاڼې امتیاز څښتن له عدلي او قضايي بنسټونو غواړي، چې دوسیه یې و څېړي.
و موغوښتل په دې اړه د ملي امنیت اړوندو چارواکو نظر هم واخلو خو په بیا بیا هڅو سره بریالي نه شو.