پر لیکه‌پلورنځي؛ په افغانستان کې د پېر و پلور اسانتیاوې رامنځته کړي

افغانستان کې د انټرنټي خدمتونو له پراخېدلو سره پرلیکه پلورنځي هم زیات شوي دي، چې دغه پلورنځي د بازار موندنې او مشتریانو د راجلبولو له‌پاره زیاتره په ټولنیزو رسنیو کې تبلیغات کوي.

هغوی چې له انټرنټه ګټنه کوي؛ ځېنې یې خوراکي او پوښاکي توکي په انلاین ډول اخلي.

د دغو پلورنځیو بنسټ اېښودونکي د پرلیکه پلورنځیو وايي، غواړي چې په مډرنه توګه د پېر و پلور فرهنګ وغوړوي او د اسانتیاوو زمینه برابره کړي. دوی زیاتوي، چې په هېواد کې د پرلیکه پلورنځیو ډېرېدل د پېر و پلور عصریتوب ښيي.

پرلیکه موټر پلورونکی شهیر محسني سلام وطندار ته خوښي وښوده، چې په افغانستان کې د دې فرهنګ رواج مخ پر وده روان دی.

محسني ژمنه وکړه، چې پېرودونکیو ته د اسانتیاوو برابرولو له‌پاره به خپل انلاین خدمتونه نور هم پراخ کړي.

د محسني پر وینا، انلاین پېر و پلور زیات وخت نه‌نیسي او د پېرودونکیو وخت ضایع‌کېدو مخنیوی کوي.

د یو بل انلاین پلورنځي مشر نجیب الله ناصري وايي، انلاین پلورنځيو د توکیو نرخونه ټیټ او له ډېرو اسانیتاوو برخمن دي.

د ښاغلي ناصري پر وینا، سره له‌دې چې حکومت ته مالیه ورکوي؛ خو حکومت تر اوسه د دوی د فعالیت څرنګوالي په اړه هېڅ قانون نه‌دی طرح او تصویب کړی.

ناصري ډاډ ورکوي، چې د انلاین پلورنځي له لارې د هېواد کورني تولیدات هم هېوادوالو او بهرنیو بازارونو ته ورورسوي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونو ویاند صیام‌الدین پسرلي سلام وطندار ته وویل، چې په هېواد کې پرلیکه پلورنځي د پانګې ‌اچونې په برخه کې ګټور دي او حکومت باید د دا ډول پلورنځیو پیاوړتیا له‌پاره قانون جوړ کړي.

د پسرلي پر وینا، د سوداګرۍ خونو دا موضوع څو ځلې مطرح کړې ده، چې د کمپیوټري او انټرنتي جرمونو په برخه کې او ان د الکترونیکي معاملاتو په برخه کې قوانین وضع کول ضرور دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو ویاند دا هم وویل، چې نور هېوادونه هم په‌دې برخه کې قوانین جوړ کړي او د هغوی پر بنسټ پېر و پلور کوي؛ خو په افغانستان کې دا ستونزه لا هم پر ځای پرته ده.

انلاین پلورونکي هم په‌دې اند دي، چې پېرودونکي یې د ټولنیزو شبکو له لارې د اړتیا وړ توکي ټاکي او په کم وخت کې یې د هغوی تر ځایونو ور رسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام