د حراست او ثبات شورا نن پنجشنبه (جنوري۲۱مه) په کابل کې د یو خبري غونډي پرمهال د طلوع ټلویزیون پر کارکوونکو د وسله والو طالبانو برید په تړاو وویل، چې پر خبریالانو برید د سولې څلور اړخیزې غونډې ته د طالبانو ځواب و.
وسله والو طالبانو پرون ماښام د طلوع ټلویزیون کارکوونکو پرعملې موټر د کابل په دارالامان سیمه کې برید وکړ چې په پایله کې د دوو ښځینه و په ګډون ۷ کسان ووژل او له ۲۰ زیات ټپیان شول.
د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال د خبري غونډې پرمهال پر خبریالانو دغه برید په کلکه وغانده.
ترشتوال زیاته کره، د سولې خبرو اترو یو ځل بیا پیل شوي او افغان حکومت دغو خبرو اترو ته خورا هیله مند وو، چې په وينا يي د ټولو هیله منديو ځواب يې پرونی برید و.
د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال زیاته کړه، چې په تیرو ۱۴ کلونو کې د حکومت له ټولو ستره لاسته راوړنه د وینا ازادي ده او په دې اړه يې د خبریالانو کړنې وستایلې.
ترشتوال د ملي یووالي حکومت له مشرانو وغوښتل، چې د ژورنالیستانوخوندیتوب له خپلو کاري لومړیتوبونو وګڼي.