د پروان ولايت مرکز چاریکارو ښار کې تېره شپه د سخت باران او ورپسې سېلابونو له کبله لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ياد ولايت روغتون سرطبیب عبدالخلیل حیدري وايي، له دغو سېلابونو د ۷۷ کسانو مړي او ۱۰۳ ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په ورته وخت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر غلام بهاوالدین جیلاني چې پروان ولایت ته تللی وايي، اوس مهال د ۴ زره ځپل شویو کورنيو لپاره د لنډمهالې سرپنا او پخو خوړو چمتووالی نیول شوی دی.
جیلاني دا لویه پېښه ګڼي او هیله څرګندوي چې ملي او نړیوال بنسټونه به د ځپل شویو د ملاتړ په موخه لاس په کار شي.
اوس مهال د چاريکارو ښار لويې او وړې لارې د ټرافيکو پر مخ تړلې دي.
د پروان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس نثاراحمد حبیبي وايي، په دې سېلابونو کې شاوخوا ۵۰۰ د هستوګنې کورونه هم وران شوي دي.
د حبيبي په وینا، امنیتي ځواکونه او ځايي خلک سیمه کې د باران له کبله ورانو شویو ودانیو او اوبو کې د خلکو په پلټلو بوخت دي.
د ملي دفاع وزیر چې د پروان ولایت کې یې د بېړنيو حالاتو کمېټې غونډې ته خبرې کولې وویل چې ۴زره تختې کمپلې، د ټپیانو لپاره درمل او له ړنګو شویو ځایونو د قربانیانو د را ایستو لپاره ماشینري را رسېږي.
په ورته وخت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت په پروان ولایت کې د سیلابونو راوتو پایله کې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته د ۵۰زره افغانیو نقدي مرسته وکړه او له ټپیانو سره یې د مالي مرستې یاودونه هم وکړه.
ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې ولسمشر غني د سېلابونو له کبله د اوښتو ځاني او مالي زيانونو له کبله سخت خواشينی شوی او په دې اړه يې اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د ټپيانو درملنه او زيانمنو کسانو ته د مرستې په اړه چټک ګامونه پورته کړي.
همداراز ولسمشر غني له ملي سوداګرو، پانګهوالو او مرستندويه بنسټونو غوښتي چې د بشردوستۍ ملي احساس له مخې زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وکړي.
د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د يادو سېلابونو له کبله د اوښتو زيانونو له کبله خواشينې ښودلې او له مسوولو بنسټونو يې غوښتي چې زيانمنو شويو کسانو سره مرستې وکړي.