پروان کې د بهرنیو ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکه لوېدلې

د پروان ځايي چارواکي په‌دې ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د یوې بې‌پیلوټې الوتکې د غورځېدلو خبر ورکوي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي سلام وطندار ته وايي چې دا بې‌پیلوټه الوتکه د غوڅ ملاتړ ماموریت امنیتي ځواکونو پورې اړوندېږي چې پرون وروسته له غرمې د دې ولسوالۍ په باریک‌اب سیمه کې د فني ستونزې له امله سقوط شوې‌ده.

د ښاغلي قدوسي په وینا، دا بې‌پیلوټه الوتکه په‌خپل ډول کې تر ټولو کوچنۍ هغه ګڼل کېږي چې ۲۰کیلو وزن یې لرلو.

د بګرام ولسوال زیاتوي چې دا بې‌پیلوټه الوتکه له سقوطه وروسته د پولیسو له لوري په بګرام کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو ته سپارل شوې‌ده.

د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو تر دامهال په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام