پخوانی ولسمشر صبغت‌الله مجددي ومړ

پخوانی ولسمشر او د افغانستان د ملي ژغورنې جبهې مشر حضرت صبغت‌الله مجددي د ۹۳ کلونو په عمر له‌دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د ارواښاد مجددي زوی ذبیح‌الله مجددي د دې خبر په تایید سره ویلي، پلار یې له څه مودې راهیسې ناروغ و او تېره شپه یې ساه ورکړې‌ده.

د ارواښاد مجددي د جنازې مراسم به د چهارشنبې په ورځ حضوري چمن کې وشي او وروسته به د کابل ښار عاشقان او عارفانو سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.

صبغت‌الله مجددي ۲۰۰۳ کال کې د افغانستان د اساسي قانون د تصویب لویې جرګې مشري په غاړه لرله او له ۲۰۰۵ کاله تر ۲۰۱۰ کاله پورې د مشرانو جرګې رییس و.

ارواښاد مجددي د شوروي یرغل پرمهال د افغان مجاهدینو له مشرانو څخه و چې د مجاهدینو له بري او د کمونیست رژیم له سقوط وروسته د ۱۳۷۱ لمریز کال په پسرلي کې د افغانستان موقت ولسمشر په توګه منصوب شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام