د طالبانو ډلې امر بالمعروف و نهیعنالمنکر ادارې پخوانی مشر او د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر مولوي قلمالدین نن کابل کې یوې خبري غونډه کې د سولې له پروسې د ملاتړ ترڅنګ وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو کولو پرځای د سولې بهیر ته لومړیتوب ځکه ورکوي چې سوله د افغانستان د ټولو ستونزو یوازینۍ حل لاره ده.
هغه د سولې په تړاو د حکومت په وروستیو دریځونو نیوکه کوي، وايي چې حکومت باید طالبانو سره د سولې خبرو ځنډولو لهپاره له منفي تبلیغاتو او هڅو ډډه وکړي.
د طالبانو ډلې دغه پخوانی غړی د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه څرګندوي او له طالبانو په روانو حالاتو کې د سولې خبرو د دوام غوښتنه کوي او زیاتوي له هغو عملیاتو باید لاس په سر شي چې ملکیانو ته پهکې زیان اوړي.
د مولوي قلمالدین په وینا، افغانان اوربند ته په تمه دي او طالبان دې هم پهدې برخه کې مشخص دریځ غوره کړي.
د طالبانو ډلې دغه پخوانی غړی د قطر دوحه کې د امریکا او طالباستازیو ترمنځ د سولې خبرو په اړه وايي، دغو غونډو کې یوازې د امریکايي ځواکونو د وتلو زماني جدول او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان خاورې د نه کارول کېدو په اړه خبرې نهدي شوي، بلکې د تروریست په تعریف، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او په څو نورو مواردو هم خبرې شوېدي.
هڅه مو وکړه دې رپوټ کې د ولسمشرۍ ماڼۍ اند هم واخلو؛ خو پر پرلهپسې اړیکو سربېره پهدې کار بریالي نهشولو.
ښاغلي قلمالدین او نورو سیاسي ګوندونو لهدې مخکې هم تور پورې کړی و چې افغان حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر محمداشرف غني هڅه کوي چې د سولې مشورتي لویې جرګې نه د ځان په ګټه کار واخلي.