دغه زدهکړې به د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لهخوا په پاکستان کې افغان کډوالو ته ورکول کيږي او له پلې کېدو وروسته به دوی ته د دایمې کار کولو لاره هواره شي.
یاده اداره غواړي ۷۰۰ افغان کډوالو هلکانو او نجونو ته د موبایل جوړولو او سینګار په برخه کې زدهکړې ورکړي.
د دغې دفتر د چارواکو پر وینا، پهدې پروژې به ۳۰ میليونه پاکستاني کلدارې لګښت راځي.
په پاکستان کې د "یو، این، ایچ، سي، آر" ویاندې دنیا اسلم خان ویلي، اوسمهال په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو ۶۴ سلنه ځوانان جوړوي، چې د دې پروژې له لارې دوی غواړي له زدهکړو وروسته هغوی خپل کاروبار شروع کړي.
دنیا اسلم دا هم وايي، چې دغو هلکانو او نجونو ته به د زدهکړو اسناد او نورې مرستې هم ورکول کيږي، چې هغوی سره په کار پیدا کولو کې هم مرسته وکړي.
د دغې پروژې د پېل کېدو په اړه یو افغان کډوال نیک محمد سلام وطندار ته د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، د زدهکړو سره سره به دا کسب د کار موندلو په برخه کې ګټور ثابت شي.
دا پروژه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې په هغه سیمو کې پیل شوې، چې هلته افغان کډوال ژوند کوي.
د ملګرو ملتو د کډوالو اداره په پام کې لري، چې دا پروژه نورو هغه سیمو ته هم وغځوي چې افغان کډوال پهکې ژوند کوي.