پاکستان په هاکي لوبه کې د تاریخي رسوایۍ سره مخ شو

که څه هم هاکي د پاکستان (ملي) لوبه یادیږي، خو ددغې لوبې ملي لوبډلې د پاکستان په نوم تور داغ کېښود.

پاکستانۍ هاکي ملي لوبډله د خپلو سر سختو سیالو لوبډلو له سیالۍ شاته شوه او په خپل تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۶ زيږدیز کال المپیک سیالیو څخه پاتې شوه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د بلجیم په کوربتوب المپیک سیالیو ته د لارې موندنې په موخه د ټاکنیزپړاو په وروستۍ مهمه سیالۍ کې پاکستانۍ لوبډله د کمزورۍ ایرلینډۍ لوبډلې لخوا هم ۰-۱ له ماتې سره مخ شوه.

ویل کیږي، چې دا د هاکي په تاریخ کې د پاکستان خلاف د ایرلینډ لومړۍ بریا وه.

د یادونې وړ ده، چې د برازیل په کوربتوب ۲۰۱۶ کال المپیک سیالیو څخه د پاتې کیدو وړاندې پاکستانۍ هاکي ملي لوبډله له هاکي نړیوال جام سیالیو هم پاتې شوې ده.

پاکستاني هاکي مینه والو په خپله هاکي ملي لوبډلې سختې نیوکې کړي دي او ویلي دي، چې هاکي لوبه به نور په پاکستان کې په پښو ونه دریږي.

دیادونې وړ ده، چې د پاکستان هاکي ملي لوبډله د ۱۹۴۸ کال لندن المپیک سیالیو راپدیخوا تر ۲۰۱۲ کال لندن المپیک سیالیو پورې په ټولو المپیکي سیالیو کې لوبیدلې وه.

پاکستانۍ هاکي ملي لوبډلې او د پاکستان هاکي په اوسني بدترینه حالت کې نه وه بلکې یادې لوبډلې درې ځلې په نړیوالو ۱۹۶۰ روم المپیک ، ۱۹۶۸ کال مکسیکو المپیک او ۱۹۷۶ کال لاس انجلیس المپیک سیالیو کې د لومړي اتلولۍ مقام په خپلولو سره د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

 د راتلونکې کال المپیک سیالیو ته دلارې موندنې په موخه د (ورلډکرکټ لیګ) ترنامه لاندې د هاکي نړیوالې سیالۍ د جون میاشتې له ۲۰ مې څخه د جولای تر ۴ می نیټی په بلجیم هیواد کی ترسره شوی.

په سیالیو کې ۱۰ لوبډلو په دوه ګروپونو کې لوبې ترسره کړې، چې په کې اسټرالیا، بلجیم، انګلستان او هندوستان د راتلونکې کال المپیک سیالیو ته لاره پیدا کړه.

                   

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام