پاکستان په اسلام اباد کې افغان سفیر احضار کړی

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، هلته يې افغان سفير احضار کړى او د افغانستان په کندهار ښار کې يې د پاکستان د قونسلګرۍ د يوه کارکوونکي د نيونې او د دواړو هېواونو پر پوله د وروستي کړکېچ له امله يې ورته د اندېښنې په څرګندولو سره يو احتجاجي لیک هم سپارلی دی.

د یاد هېواد د باندنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان په کندهار کې افغان چارواکو د پاکستان د قونسلګرۍ يو مامور د پنجشنبې په ورځ نيولى او تر ډېره يې له ځان سره ساتلى وو.

دغه خبرپاڼه کې کاږل شوي، چې نیول شوی کس بیا په افغانستان کې د پاکستاني چارواکو له زياتو هڅو وروسته بېرته خلاص شوی دی.

اسلام اباد په دغه خبرپاڼه کې زياته کړې، چې افغان سفير جانان موسى زي ته په پکتيکا کې افغان پولې ته نږدې انګوره اډه کې د ډزو او نښتې پر پېښې هم ژور خپګان ښودلی دی

داسې راپورونه خپاره شول، چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د چهارشنبې په شپه د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په سيمه کې وروسته له هغې نښته وشوه، چې پر پوله پاکستاني میشت پوځيانو غوښتل د افغانستان په خاوره کې پوځي تاسیسات جوړکړي.

د دغې جګړې په پایله کې ۷ پاکستاني سرتيري ووژل شول او دوه نور تنه نور ټپيان شول.

خو د افغان ځواکونو له لوري يو سرحدي پولیس وژل شوی دی.

پاکستاني مقامات بیا ويلي وو، چې پوځيان يې په خپله خاوره کې تاسیسات جوړول.

اخوا بیا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په انګور اډه کې د پاکستانيو ځواکونو له خوا پر افغان خاوره پوځي تاسيساتو جوړول د نړېوالو اصولو او ډیپلوماټیکو روابطو خلاف کار بللی دی.

د ویلو ده، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفير ورغوښتى و او د پکتيکا ولایت په سرحدي سيمه کې پرتې انګور اډې په هلکه ورته اعتراض کړى و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام