پاکستان پر افغان کډوالو د فشار نوې لارې کاروي

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي چې لاهم د پاکستاني حکومت سخت چلند ستونزو سره مخ کړي دي.

ددوی په وېنا افغان کډوال نه شي کولی په اسانۍ سره خپلې ورځنۍ چارې پر مخ یوسي او کاروبار ته دوام ورکړي.

همدا مهال د پاکستان د پښتونخوا ایالت د کواټ سیمې لویه لاره د افغان کډوالو له پاره تړلې او له تېرو نږدې ۲ میاشتو راهیسې افغان کډوال له ډيرو لرو لارو افغانستان او پېښور ته تګ راتګ کوي.

له پېښوره تر کواټه نږدې ۷۳ کلېومېټره لاره ده چې افغان کډوال اوس ددې لارې پر ځای په نظام پورـ اسلام اباد او بیا پېښور ته راځي چې نږدې ۶ ساعته وخت یې نیسي او لوړه کرایه پرې کوي.

همدا ډول د را رسېدلو معلوماتو له مخې د پېښور شمشتو کېمپ، خالص فامیليو او د وچ نېر فامېليو اوسېدونکي د اوبو او برېښنا له ستونزو سره مخ دي.

او پېښور ښار ته په تګ راتګ کې پرې پولیس زور زیاتی کوي.

د افغان ګډوالو شورا وايي چې له تېرو ۳ میاشتو راهېسې په اکثره افغان پنډغالو برېښنا پرې شوې او لویو ښارونو ته له تګ منع کړی شوي دي.

ددغه شورا ویاند عبدالرحمان افغانیار سلام وطندار ته وویل چې دپاکستاني چارواکو له لورې سخت چلند افغان کډوال له ستونزو سره مخ کړي او پر کاروبار باندې یې بده اغېزه کړې ده.

افغانیار پر افغان حکومت هم نیوکې وکړې چې ددوی د ستونزې د حل له پاره یې عملي ګامونه نه دي اخیستي.

د افغان کډوالو د شورا ویاند وايي چې زیاتره کډوال په افغانستان کې د استوګنې کورونه نه لري.

تېر کال د ډسمبر په ۱۷ په پېښور کې په پوځي ښوونځي له برېد وروسته چې نږدې ۱۵۰ کسان په کې وژل شوي و د پاکستان ایالتي حکومت د غیر قانوني افغان کډوالو په خلاف د سخت چلند امر وکړ.

پاکستاني چارواکي وايي چې زیاتره تندلاري د افغان کډوالو په کېمپونو کې ځای پر ځای کيږي او بیا ترهګریزې کړنې ترسره کوي.

د همدې له پاره په خیبر پښتونخوا کې ایالتي حکومت د افغان کډوالو په خلاف تند چلند خپل کړ او زیات افغان کډوال یې زندانیان او له تورخم پولې دهغوی د نه زړه سره په زور را واړول.

خو د بحران د نړیوالې ډلې د جنوبي اسیا د څانګې مشرې ويلي دي چې په پاکستان کې مېشت افغان ګډوالو سره زور زیاتی ځکه اسانه دی چې کوم قانوني خوندیتوب نه لري.

د دې ډلې مشرې ثمینه احمد رسنيو ته ويلي، ددې له پاره چې پاکستانی حکومت له ځانه دخلکو پام واړوي نو افغان کډوال یې په نښه کړي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم وايي، چې د روان(۲۰۱۵م) کال په یواځې جنورۍ میاشت کې ۲۲زره افغان کډوال په تورخم پوله په داسې حال کې اوښتي چې افغانستان کې یې پر وړاندې ډيرې ستونزې پرتې دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د تېر کال په پرتله افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند له امله دا یوه بې سارې بېرته ستنېدنه ده.

د افغان کډوالو د ستونزو په اړه کابل یو لوړ پوړی پلاوی هم اسلام اباد ته ولېږه چې دهغه هیواد له چارواکو سره په دغه ستونزو وغږيږي او پاکستان دې ته چمتو کړي چې تر قانوني نېټې دافغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي. دغه پلاوي چې مشري یې د افغانستان دکډوالو وزیر سید عالمي بخلي کوله په کابل کې له سفر وروسته ويلي و چې پاکستان چمتو شوی چې په قانوني توګه مېشت افغان کډوال به تر قانوني نېټې پرته له ځورولو په هغه هیواد کې پاتې شي.

خو وروستي راپورنه په ډاګه کوي چې لا هم دا ستونزه په خپل ځای پاتې دی او افغان کډوال دپخوا په څېر له کړاوونو سره مخ دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام