د اسټرالیا او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کیدونکو سیالیو مهالویش له مخې به په لومړي ځل د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه د ورځې او شپې له خوا ترسره شي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د سیالیو پېل به د روان کال ډیسمبر میاشتې په ۱۵مه نیټه د اسټرالیا په "برسبین" ښار کې ټیسټ لوبه وشي.
له دې وړاندې به اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډله په نومبر میاشت کې د سویلي افریقې کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي، چې درېیمه ټیسټ لوبه به (ډی، نایټ) وي، چې د شپې له خوا به ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې دا د ۲۰۰۹ م ز کال وروسته لومړی ځل دی، چې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله د دوه اړخیزه کرکټ سیالیو له پاره اسټرالیا ته سفر کوي.
نږدې ۶ کاله وړاندې اسټرالیا ته په سفر کې د پاکستانۍ ټیسټ کرکټ ملي لوبډلې کپتاني محمد یوسف، د یو ورځنیو لوبو کپتاني شاهد افریدي او د شل اوریزه لوبو کپتاني شعیب ملک کړې وه، خو د اسټرالوۍ لوبډلې کپتاني بیا ریکي پونټینګ او مایکل کلارک په غاړه لرله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ هغه مهال ټیسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزه لوبې په بشبړه توګه کوربه اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډلې ګټلې وې.
دا به روان کال د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې درېیم ځل وي، خو د پاکستان له پاره به لومړی ځل وي، چې د اسټرالیا او نیوزیلینډ او دغه راز د اسټرالیا او سویلي افریقې وروسته د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ د ورځې او شپې ټیسټ لوبه ترسره کیږي.
اسټرالیا ته به د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې په سفر کی ۳ ټیسټ او ۵ یو ورځنۍ لوبې ترسره شي، چې د ۲۰۱۷ م ز کال جنورۍ میاشتې تر ۲۶ مې نیټې به روانې وي.
یاده دې وي، چې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله به اسټرالیا ته د سفر وړاندې انګلستان ته هم یو اوږد سفر ولري، چې د روان کال جولای میاشتې په ۱۴ مه نیټه به د سپټمبر میاشتې تر ۷ مې نېټې ۴ ټیسټ، ۵ یو ورځنۍ او ۱ شل اوریزه لوبه ترسره کړي.