پاکستان له افغانستان سره د کرکټ لوبې کولو شرط کیښود

د هندوستان له انکار وروسته به پاکستان افغانستان ته مخ اړوي او د افغانستان په ګډون به له زمبابوی او عربي اماراتو سره په څلور اړخیزه ټورنامنټ کې ګډون وکړي.

ویل کیږي چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله له افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره په عربي اماراتو کې به هغه مهال څلور اړخیزه ټورنامنټ برابر کړي؛ کله چې هندوستان له پاکستان سره له لوبو کولو انکار وکړي.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهریار خان څو ورځې وروسته دهندوستان کرکټ بورډ له نوي مشرششانک منوهر سره د روان کال په ډسمبرمیاشت کې د پاکستان او هندوستان ترمینځ د سیالیو په اړه خبرو له پاره دغه هیواد ته ورځي.

د پاکستان کرکټ بورډ د هندوستان د ممکنه انکار وروسته له افغانستان، زمبابوی او عربي اماراتو سره د یوه څلور اړخیزه ټورنامنټ پلان نیولی دی چې په عربي اماراتو کې به ترسره شي.

ویل کیږي چې د پاکستان او هندوستان ترمینځ د سیالیو په لغوه کیدو سره به ښایي دغه ټورنامنټ د روان کال په ډسمبرمیاشت کې د عربي اماراتو په کوربتوب د څلور واړو لوبډلو ترمینځ ترسره شي.

په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ هم اعلان کړی دی چې په همدې میاشتې کې به زمبابوی کرکټ ملي لوبډله د یو لړ پنځوس اوریزه او شل اوریزه لوبو له پاره په ځوابي سفرپه عربي اماراتو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې میلمنه وي.

کرکټ بورډ دا هم ویلي دي چې له زمبابوی سره کیدونکي سیالۍ د افغانستان په کوربتوب ترسره کیږي، ټول مصارف یې افغان کرکټ بورډ په غاړه لري او هم به د تلویزونونو له لارې په ژوندۍ بڼه کرکټ مینه والو ته وښودل شي.

دپاکستان کرکټ بورډ چارواکو زیاته کړ ې ده که څه هم وړو لوبډلو له پاره د کرکټ په مارکیټ کې پیریدونکي کم دي خو د پاکستانۍ لوبډلې په شاملیدو سره به نه یواځې سیالۍ د تلویزونونو لخوا واخیستل شي ترڅنګ به ورته ډیر (سپانسر) هم پیدا شي.

ویل کیږي که دافغانستان، پاکستان، زمبابوی او عربي اماراتو ترمینځ دغه څلور اړخیزه ټورنامنټ وشي نو ټول عایدات به یې د پاکستان کرکټ بورډ وړي خو تراوسه افغان کرکټ بورډ په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام