د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف جنرال قمر جاوید باجوه د پوځ د لوی درستیز په توګه ګومارلی دی.
جنرال قمر جاوید به د دندې د پیل کېدو سره سم تر خپل واک لاندې ادارو کې هم بدلونونه راولي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف د دندې د وخت له پای ته رسېدو سره سم د هغه هېواد لومړي وزیر په نوې ګومارنه کې جنرال قمر جاوید باجوه د ځمکني پوځ د مشر او جنرال زبیر محمود حیات د هغه د مرستیال په توګه ټاکلي دي.
ټاکل شوې د روانې نومبر پر ۲۹ مه نېټه د پوځ نوي مشر ته واک وسپارل شي.
د پاکستان په سیاسي نظام کې د پوځ مشر د پاکستان د استخباراتي ادارې د مشر د تبدیلولو د صلاحیت د لرلو ترڅنګ، د ځمکني پوځ د مشر په توګه هوايي او بحري ځواکونه د ده تر امر لاندې وي او د دفاع وزارت په چوکاټ کې له دفاع وزیر نه ډېر صلاحیتونه لري.
پاکستاني کارپوهان د باجوه په راتګ سره په دې تمه دي، چې له افغانستان سره هر اړخېزې اړیکې ښې او د سالمې ډیپلوماسې له لارې د ستونزو حل پيدا کړي.
په پاکستان کې د دغه پوځي بدلون په اړه پخوانی پوځي چارواکي ډګروال سعد نذیر سلام وطندار ته وویل، جنرال قمر جاوید باجوه دې د افغانستان سره د اړیکو ښه د کېدو له پاره لومړی سفر کابل ته وکړي.
نذیر زیاتوي، لکه څنګه چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان باور د تر لاسه کولو له پاره پاکستان ته سفر کړی و؛ جنرال باجوه دې هم د شکایتونو سیاسي ډیپلوماسي په برخه کې د ستونزو د حل له پاره ورته اقدام وکړي.
سعد نذیر ټینګار کوي، چې په پاکستان او افغانستان کې د ترهګرۍ ختمولو له پاره د افغان حکومت باور حاصلول اړین دي.
خو خبریال او د روانو چارو شنونکي شاهد شمیم سلام وطندار ته وویل، چې د پاکستان پوځ به په خپلو پالیسيو کې کوم ژور بدلون رانهولي او د افغانستان په اړه به د تېرې پوځي رهبرۍ پالیسي تعقیب کړي.
شاهد همداراز زیاته کړه، چې په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د ښه نیت لاس وغځولو؛ خو پاکستان افغان حکومت سره کړې وعدې عملي نه کړې.
د ده په خبره، افغان ولسمشر غني له راحېل شریف نه ډېرې هیلې لرلې او همدا علت و، چې غني په خپلو ژمنو عمل وکړو؛ خو راحېل شریف په ځلونو له خپلو ژمنو واووښت. په همدې اساس باجوه هم اړ دی، چې د پاکستان پخوانۍ پالیسي مخ ته یوسي.
کارپوهان په دې نظر دي، چې د پاکستان نوې پوځي مشرۍ ته ډېر مهم او سخت مسایل په مخ کې پراته دي او په کار ده، چې له هندوستان او افغانستان سره خپلې اړیکې ښې لورې ته یوسي.
دوی وايي، پاکستان ته په کور دننه هم د ترهګرۍ سره جنګ ورپه غاړه دی او د دې له پاره د ګاونديو باور تر لاسه کول ډېر اړین دي.