.jpg)
د یو، ایس، اې ټوډی خبري ویب پاڼې د راپور له مخې د امريکا په پنتاګون کې یو امريکايي چارواکي، چې نه يې غوښتي نوم يې واخیستل شي، ځينې تقریبي شمېرې يې له رسنيو سره شريکې کړي.
د هغه شمېرې ښيي، چې سږکال امريکايي جاسوسان د نورو کلونو په پرتله په عراق کې دقیق فعالیتونه کوي.
امريکايي جاسوسانو تېر کال په عراق کې د داعش وسله والو شمېر د ۱۹ زرو څخه تر ۳۱ زرو پورې راپور ورکړی و.
له دې سره سره، چې په دې وروستيو کې د داعش وسله والو ته خورا سخت زیانونه ورسېدل، خو بیا هم ليدل کيږي، چې د دوی په شمېره کې کوم د پام وړ زیاتوالی يا کموالی نه دی راغلی.
دا په داسې حال کې ده، چې امريکا څو میاشتې وړاندې داسې راپور خپور کړ، چې د دوی د هوايي بريدونو له امله شاوخوا ۲۸ زره داعشیان وژل شوي دي.
.jpg)
د کل استیون وارن په نوم د امريکا دفاع وزارت یو تن چارواکي زیاته کړې، چې د داعش په جنګي ظرفیت کې د پام وړ کموالی راغلی، خو دغه ډله خپلو لیکو ته خلک په زوره جذبوي.
وارن زیاته کړه، چې داعش خپلو هغو پلویانو ته، چې د جنګ په ډګر کې مات شوي وي سختې سزاګانې ورکوي، نو په همدې وجه يې زیات پلويان له ليکو تېښتې ته مجبوريږي.
داعشیانو تېر کال په عراق کې د رمادي، تیکریت او سنجر په ګډون ۴۰ سلنه سيمې لاسه ورکړې وې.





