د پاکستاني طالبانو یو مشر په خپل تازه ویډيوي پیغام کې په پاکستان کې د حکومت او حکومت ملاتړو باندې د نويو عملیاتو د پېل کولو خبرداری ورکړی دی.
د پاکستاني طالبانو د خیبر ایجنسۍ د دره ادم خیل ګروپ مشر خلیفه عمر منصور په خپله دغه ویډيوي وینا کې د پاکستان پر حکومت توندې نیوکې کړي او زیاتوي، چې په دغه هېواد کې د اسلامي نظام تر پلي کېدو به خپلو بریدونو او جګړو ته دوام ورکړي.
عمر منصور زیاته کړې، چې له دې کبله یې په پوهنتونونو، کالجونو او ښوونځيو عملیات پېل کړي، چې د پاکستاني حکومت له همدې مرکزونو ملاتړي او کار کوونکي پېدا کوي.
خلیفه عمر منصور زیاتوي« له همدو ځایونو د پاکستان د پوځ جنرالان او نور لوړ پوړي چارواکي جوړيږي، نو دوی به له همدې ځایه دا خلک په نښه کړي.»
دغه طالب کمانډرګواښ کوي، چې دوی مشوره او اتفاق کړی، چې د پاکستان کالجونه او پوهنتونونه به په نښه کوي.
پاکستاني طالبانو ويلي دي، چې د پاکستان حکومت او پوځ د اسلام په خلاف قوانين جوړ کړي او له ديني عالمانو ددوی پر خلاف غږ اوچتونې غوښتنه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني رسنيو دهغه هېواد د پوځي چارواکو له خولې ویلي، د بریدګرو اړیکې په افغانستان کې له خپلو«ملګرو» سره وې، خو بیا افغان حکومت ددغه برید غندنې ترڅنګ د پاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړي او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان د ترهګرو ملاتړ نه کوي او په خپله د ترهګرۍ ښکار شوی دی.
خو بل خوا پر باچاخان پوهنتون له برید وروسته په پښتونخوا کې مدني فعالانو او سیاسي ګوندونو د برید په مخ نیوي کې پاکستانی حکومت ناکام بللی.
په پېښور کې د ماشومانو په پوځي ښوونځي له برید وروسته دا لومړۍ غته حمله ده، چې د ضرب غصب عملیاتو په غبرګون کې یې پاکستاني طالبان ترسره کوي.