
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فېبرورۍ پر ۵مه د دې هېواد کانګرېس ته په کلنۍ وینا کې وویل چې د ده اداره په افغانستان کې له طالبانو سره رغنده خبرې لري او طالبانو سره خبرو کې تړون ته د رسېدو هڅه کوي.
د امریکا ولسمشر ملت ته په خپلې وینا کې وویل چې په افغانستان کې له دوو لسیزو د جګړې نه وروسته اوس د سولې هڅه اړینه ده.
ده د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې پوځیانو یې په افغانستان کې په زوړورتیا سره جګړه کړې چې له همدې امله اوس په افغانستان کې د یو سیاسي جوړجاړي لهپاره له طالبانو سره خبرې اترې کوي.
ورته مطالب:
خلیلزاد: ۴۰ کلنه جګړه په یوه غونډه کې نهشي ختمېدلی
«روسیه په افغان سوله کې خپلې ګټې لټوي»
ولسمشر: د لږکیو له لوري سوله نتیجې ته نه رسېږي
هغه افغانستان کې د سولې پیل شوې خبرې ګټورې وبللې او وویل، که دغو خبرو کې پرمختګ وشي، د امریکايي ځواکونو شمېر به کم کړي او د ترهګرۍ په مخنیوي به تمرکز وکړي.
دی هم د سولې خبرو له کامیابېدو بېخبري ښيي او وایي، تر اوسه نهده معلومه چې دا خبرې به موافقې ته ورسېږي او که نه خو وايي چې پهکار ده سوله وشي.
ښاغلي ټرامپ همداراز وویل، له نږدې ۱۹ کلونو راهیسې افغانستان او منځنيختیځ کې جګړه کوي، خو زیاتوي، امریکا داسې جګړه نه کوي، چې پای نه لري.
نوموړي تېر ډیسمبر کې له سوریې د ټولو ځواکونو د وتلو خبره وکړه او بیا داسې خبرونه هم خپاره شول چې له افغانستان هم ځواکونه باسي، چې دا اقدام د امریکا د مشرانو جرګې له توند غبرګون سره مخ شو.
وړمه اوونۍ افغان ولسمشر محمداشرف غني خپل امریکايي سیال ته په یو لېږلي لیک کې وړاندیز کړی و چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د کمولو بودیجې، ځایونو او نورو اړوندو مواردو په اړه د بحث په هکله دوه اړه خیزه ډله وټاکل شي.
د نوموړي دا خبرې داسې مهال دي چې د افغان سولې لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو د تېرې میاشتې وروسیتو کې شپږ ورځنۍ خبرې وکړې. که څه هم دواړه لوري په مذاکراتو کې د پرمختګ خبره کوي؛ خو لا هم نهده معلومه چې دا خبرې به کومې هوکړې ته ورسېږي کهنه.





