د ویسټ انډيز کرکټ بورډ ومنله، چې روان کال به خپله ملي لوبډله په یوه درې اړخیزه سیریز کې د ګډون له پاره زمبابوی ته ولیږي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده د روان کال په اګست او سپټمبر میاشتو کې به د پاکستان، ویسټ انډيز او زمبابوی کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه ټورنامنټ ترسره شي.
په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر(چیرمین) نسیم الله دانش هم په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي، چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې به له ایرلینډ او کوربه زمبابوی ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو لوبو درې اړخیزه ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه لوبو په (سیریز) کې برخه واخلي.
تراوسه د زمبابوی او ایرلینډ کرکټ بورډونو د دې پخلی نه دی کړی، چې په زمبابوی کې به ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه درې اړخیزه سیریزونو کې لوبېږي.
ویل کیږي، چې دغه درې اړخیزه د ۵۰ اوریزه لوبو ټورنامنټ به د زمبابوی په هرارې لوبغالي کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۱۷ کال کې د انګلستان په کوربتوب چمپینز ټرافي سیالیو ته د رسېدو له پاره به د دواړو پاکستان او ویسټ انډيز ترمنځ سخته مقابله وي.
د سیالیو ګټوونکې لوبډله به په نړېواله درجه بندۍ کې اتم مقام ترلاسه کړي او په چمپینزټرافي سیالیو کې به د لوبېدو چانس ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان کرکټ په تاریخ کې لومړې ځل دی چې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله چمپینزټرافي سیالیو ته درسیدو په موخه له دومره ستونزمنو حالاتو څخه تیریږي.
که څه هم د روان کال تر سپټمبر وروستۍ نیټې پورې ویسټ انډيز کومه نړیواله لوبه نه لرله، خو ددې هېواد کرکټ بورډ هم د پاکستانۍ لوبډلې د مخنیوي او چمپینزټرافي سیالیو ته د رسېدو له پاره د زمبابوی رسمي بلنه ومنله.
باید وویل شي، چې تراوسه اسټرالیا، هندوستان، سویلي افریقا،انګلستان، سریلانکا، نیوزیلینډ او بنګله دېش په چمپینزټرافي سیالیو کې د لوبېدو له پاره ځایونه کره کړي دي.