وکیلان: د کابل د ګارنیزیون قوماندان باید محاکمه شي

د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو د کابل ګارنیزیون د قوماندان محاکمې او ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

دغو غړو د شنبې په ورځ (اکټوبر۱۵مه) د دې جرګې عمومي غونډه کې له حکومتي مشرانو وغوښتل، چې د کابل ګارنیزیون قوماندان ګل نبي احمدزی په دنده کې د غفلت په سبب له دندې ګوښه کړي.

د چهارشنبې په شپه د کارته سخي پر زیارت او دغه راز، د چهار شنبې ورځ په بلخ کې پر ویرجنو بریدونو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ولسي جرګې دغه غړي وايي، چې د کابل ګارنیزیون په  کارته سخي کې پر زیارت له ترهګریز بریده خبر و خو د دې پېښې مخنیوي له پاره يې هېڅ اقدام نه دی کړی.

د ولسي جرګې دوه غړي غلام حسین ناصري وايي، د ګارنیزیون قوماندان ګل نبي احمدزی هغه وخت خبر ورکوي، چې ځانمرګي برید رامنځته کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی يې له خبر سره سم باید مخنیوی وکړي.

له بل لوري د یادې جرګې غړې شکیبا هاشمي بیا وايي، چې د پېښې له خبرېدو سره سم باید دوی خپل معلومات له استخباراتي چارواکو سره شریک کړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي هم وایي، چې امنیتي مسوولینو د محرم لسمې مراسمو امنیت سم نه و نیولی، نو ځکه خو د ده پروینا بې ګنا کسان ووژل شول.

ابراهیمي زیاته کړه، ترهګر په دغه ډول مراسمو کې د خلکو په نښه کولو سره غواړي د افغانستان قومونو او مذهبونو ترمنځ واټن رامنځته کړي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د کابل ګارنیزیون قوماندانۍ نظر هم وپوښتو، خو له څوځله اړیکو سره سره هم ونه توانیدو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام