ولې د حکومت له‌خوا د قیوم کوچي پاروونکې څرګندونې جدي و نه نیول شوې؟

یو شمېر سیاسي شنونکي وايي، چې د دولت له ثابت سیاستونو او پالسیو د چارواکو بې‌خبري او نه همغږي د دې لامل شوي، چې ځينې جدي څرګندونې هم د چارواکو شخصي نظر وبلل شي.

په مسکو کې د افغانستان سفیر قیوم کوچي څرګندونې په دې اړه چې نشه يي توکي په افغانستان کې کښت کیږي او د تاجکستان مافیا په‌واسطه روسیې ته قاچاق کیږي د تاجکستاني چارواکو له کلک غبرګون سره مخ شوی دی، خو د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله.

یو شمیر سیاسي شنونکي او د ولسي جرګې غړي وايي، چې له دغو چارواکو سره د حکومت دغه چلند لامل د حکومت له کورنیو او بهرنیو سیاستونو څخه ناسم فهم او د دولتي بنسټونو مسوولینو ترمنځ نه همغږي دی.

د سیاسي چارو شنونکی طاهر هاشمي باوري دی، چې د حکومت له پالیسیو بې خبري، په نظام کې دننه ګډوډي، او د کورني او بهرني راهبرد نشتوالی ددې سبب شوی دی چې حکومت غوڅه پریکړه نه‌شي کولی او حکومتي مسوولین هم غیر مسوولانه څرګندونې وکړي.

هاشمي وايي، د هغو کسانو څرګندونې چې په حکومت رسمي دنده لري د حکومت موقف تمثیلوی او حکومت باید د خپلو مسوولینو څرګندونو رسیدنې نه اوږه تشه نه‌کړي.

دغه سیاسي شنونکي زیاته کړه، چې حکومتي مسوولین د اړیکو پربنسټ ګومارل کيږي او په حکومتي مسلو سم نه پوهیږي.

دغه راز، د ولسي جرګې غړي عارف رحماني سلام‌وطندارته وویل، چې د حکومتي مسوولینو غیر مسوولانه څرګندونې او د حکومت چلند ورسره په حکومت کې دننه د نه همغږۍ او کاري تخصص نشتوالی ښیې.

رحماني ټینګار وکړ، چې که حکومت د مسوولینو تیروتنې سمې نه کړي ناوړې پایلې به له ځان سره ولري.

رحماني زیاته کړه، چې په اوسني حکومت کې مسوولین زیاتره هغو کسانو ته ځواب ویونکي دي، چې ګومارلي يي دي تر هغو بنسټونو پورې چې په‌کې دنده ترسره کوي.

دغه شنونکي او استازي ټینګار کوي چې که په حکومت کې د بې مسوولیتي لړۍ دوام ومومي د ښیې حکومتوالۍ بهیر له ماتې سره مخ کیږي او هیواد به د

ګډوډي پر لور روان شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام