ولسي جرګې د کرنې وزیر او مرکزي بانک رییس استجواب کړل

ولسي جرګې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت رالوېدو او په ۱۳۹۷ مالي کال کې د پراختیايي پروژو نه‌عملي کېدو په اړه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی او د مرکزي بانک رییس خلیل صدیق استجواب کړل.

د مرکزي بانک رییس خلیل صدیق د ولسي جرګې عمومي غونډې کې وویل، ناامني، بې‌ثباتي، لږ تولید، ناسم سیاسي وضعیت، پر پولو نه‌کنټرول او پر اېران بندیزونه د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت رالوېدو اصلي لاملونه دي.

د مرکزي بانک رییس وکیلانو ته ډاډ ورکړ چې یاد بانک د وضعیت د کنټرول توان لري، خو په وینا یې، د پیسو مینځلو قانون ځینو بدلونونو ته اړتیا لري چې دوی یې وړاندیز کړی دی.

بلخوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی که څه هم په پروژو کې ستونزې مني، خو ډاډ ورکوي چې د حل له‌پاره یې اقدام کړی دی.

درانی وايي، د کرنې وزارت د زعفرانو د قاچاق مخنیوي او له غاصبانو د فارمي ځمکو په راګرځولو کې پاتې راغلی او په بشپړه توګه یې مخه نه‌شي نیولی.

دراني که څه هم د چا نوم وانه‌خیسته، خو زیاته یې کړه چې د زعفرانو قاچاقبرو او د فارمي ځمکو غاصبانو نوملړ به دې جرګې ته ولېږي.

نصیراحمد درانی وايي، کرنې وزارت د مالي کال یوازې ۳ سلنه بودیجه لګوي چې په وینا یې بسنه نه‌کوي. نوموړي له ولسي جرګې وغوښتل چې د یاد وزارت مالي بودیجه زیاته کړي.

د کرنې وزیر زیاته کړه، د وچکالې اغېزو کمولو په موخه یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۶ زره ټنه غنم وېشلي او د راروان ژمي له‌پاره یې د خوراکي توکو او د اړتیا وړ لومړنیو توکو چمتو کولو له‌پاره یې د ۵۰ میلیونه افغانیو غوښتنه کړې ده.

بلخوا د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي، له حکومت وغوښتل چې د افغانیو ارزښت رالوېدو مخنوي له‌پاره دې د پولي سېسټم بشپړه او ځواب‌ویونکې تګلاره دې جوړه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام