ولسي جرګې د پاکستاني چارواکیو د وروستیو څرګندونو په اړه کلک غبرګون وښود

ولسې جرګې د شنبې پر ورځ په‌خپلې عمومي غونډه کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وروستیو څرګندونو ته کلک غبرګون وښود.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په‌ وروستیو کې ویلي وو، چې د حقانې شبکې په ګډون د ټولو ترهګریزو ډلو مشران له پاکستانه وتلي او د افغانستان په ناامنه سیمو کې ځای پر ځای شوي‌دي.

غونډې ته د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د پاکستاني چارواکیو دا تورونه په کلکه رد کړل او زیاته یې کړ، چې پاکستان په افغانستان کې خپلې استخباراتي ګټې لټوي.

ده په ټینګار سره غوښتنه وکړه، چې پاکستان باید دغه سیاست د پای ټکی کېږدي.

دغه راز، د ولسي جرګې یو شمېر غړیو هم د پاکستاني چارواکیو دې څرګندونو ته له غوسې ډک غبرګون په ښودلو سره له بهرنیو چارو وزاته وغوښتل چې د یادو څرګندونو په تړاو رسمي غبرګون وښيې.

د ولسي جرګې غړې نظیفې ذکي، پاکستان د افغانستان د بدبختیو اصلي لالم وګڼلو او زیاته یې کړه، چې د حقاني شبکې په شان ترهګریزو ډلو ته روزنه او پټن ځایونه ورکوي او بیا یې د افغانستان پر خلاف کاروي.

د ولسي جرګې بل غړي نادرخان کټوازي په پاکستان تور پورې کړ او زیاته یې کړه، په داسې حال کې چې په کوټه کې یې د کوټې شورا وسله‌والې ډلې او په پېښور کې یې د پېښور شورا وسله‌والې ډلې ته ځای ورکړی؛ خو افغانستان تورنوي، چې وسله‌والو ډلو ته یې ځای ورکړی‌دی.

ده پر حکومت غږ وکړ، چې د پاکستان د دې ادعا د ردولو له‌پاره جدي ګامونه واخلي.

دغه راز، د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د ډیورند کرښې دواړو غاړیو ته د افغان او پاکستاني ځواکونو پر ګډو عملیاتو هم نیوکې وکړې او ویي ویل، چې پاکستان باید د عملیات پر ځای خپلې غاړې ته ترهګرو ځالې له منځه یوسي او مالي سرچینې يې وچې کړي.

په ورته وخت کې په نننۍ غونډه کې د ایران ولسمشر حسن روحاني څرګندونې هم په کلکو ټکو وغندلې او دا يي د افغانستان ملي واکمنۍ ته سپکاوی وبللو.

د ایران ولسمشر تېره اوونۍ ویلي وو، چې په افغانستان کې د بندونو جوړولو په اړه بې‌توپیره نه‌شي پاتې کېدلی، چې دې څرګندونو يې افغانان سخت په غوسه کړي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام