د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یوشمېر وکیلانو وویل، هغه مکتوب چې د ولسي جرګې غړیو او د دې جرګې د دارالانشا د کارکوونکیو امتیازونو زیاتوالي غوښتنې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپورشوی د وکیلانو اعتبار ته یې سخت زیان رسولی دی.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل دا یوازې د دې جرګې د وکیلانو خوندیتوب او امتیازاتو کمېسیون کار دی او د ولسي جرګې اداري پلاوي او د ټولو وکیلان کار نه دی.
کتونکي باوري دي ښایي وکیلان د خلکو او رسنیو کلک غبرګون په سبب د نویو امتیازونو له غوښتنې پر شا شوي وي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې منشي وایي چې اداري پلاوي ته د وکیلانو لهپاره د شاوخوا ۴۰ زره افغانیو مادي امتیاز زیاتېدو په اړه د وکیلانو خوندیتوب او امتیازونو کمېسیون لهخوا یو مکتوب رسېدلی دی.
په همدې حال کې د وکیلانو خوندیتوب او امتیازونو کمېسیون رییس مولوی احمدالله موحد سلاموطندار ته وویل د وکیلانو امتیازونو زیاتولو په اړه مکتوب دوی پر خپلسر نه دی لیکلی؛ بلکې دا د وکیلانو غوښتنه وه.
د ملي شورا هر غړی اوسمهال د تنخوا او نورو امتیازونو په نوم د میاشتې ۲۴۰ زره افغانۍ اخلي او اوس یې وړاندیز کړی و چې پر دغو امتیازونو نږدې ۹۰ زره افغانۍ نورې هم ور زیاتې شي.
د مشرانو جرګې په پرونۍ غونډه کې سناتورانو د ولسي جرګې د نوې امتیازغوښتنې په اړه کلک غبرګون ښودلی و.
اخوا د روڼتیا څاربنسټ داسې ریپوټ هم خپر کړی و چې هرکال د ملي بودیجې د تصویب پرمهال وکیلان له مالیې وزارت ځینې امتیازونه غواړي خو ولسي جرګه بیا دا ادعا نه مني.