ولسي جرګې د امنيتي بنسټونو د سرپرستۍ اړوند تعديل شوي قانون سره مخالفت وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ۷۰ مه ګڼه تقنینیي فرمان کې د وزیرانو او دولتي چارواکو د سرپرستۍ قانون په ۵ ماده کې یوه فقره زیاته کړې وه، چې د امنيتي بنسټونو په اړه وه.

نوموړي په دغه فرمان کې زیاته کړې وه، چې "د امنیتي بنسټونو وزیران او چارواکي باید له دغه قانون څخه جلا وي".

د ولسي جرګې دویم نایب نذیراحمد احمدزي، چې د غونډې مشري یې کوله د ولسمشردغه فرمان رایې اخیستنې ته وړاندې کړ چې د رایو په اکثریت رد شو.

د دغه فرمان د ردیدو لاملونه د ولسي جرګې د مرکزي تفتیش کمیسیون غړي بشیراحمد تینج په ګوته او زیاته یې کړه، چې ددغه فرمان په صادرولو سره ولسمشر د ولسي جرګې په قانوني واکونو کې لاسوهنه کوي او غواړي د ولسی جرګې واکونه محدود کړي.

هغه دا هم وویل، چې د ملي دفاع وزیر سرپرستي له امنیتي پلوه ښه پایله ور نه کړه، ځکه افغانستان اوس هم له امنيتي ستونزو سره مخ ده.

له بل لوري یو شمیر وکیلانو بیا د دغه فرمان ننګه هم وکړه او نه غوښتل، چې رد شي، خو نتیجه يې اقلیت شوه.

له دې ډلې څخه ملاتره خیل محمدي وویل، چې د افغانستان امنیتي شرایطو ته په کتو ولسمشر باید د امنیتي سکتور د چارواکو په سرپرستي کې ازاد لاس ولري.

تر دې وړاندې ولسي جرګې لوري د تیلفون کریدیت کارتونو د ټکس اخیستو او ځینو نورو برخو کې هم فرمانونه رد شوي وو.

که څه هم د ولسمشر له لوري د ولسي جرګې د تعطیلاتو پر مهال د کریدت کارتونو اړوند فرمان رد شوی وو، خو

اوس هم د تېلفون کریدت کارتونو څخه په مستقیم ډول پېسې ګرځول کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام