ولسي جرګې نن شنبه (می۱۴مه) د یوې لنډې اعلاميې په خپرولو سره، په لندن کې د ولسمشر محمد اشرف غنی د وینا پر مهال د څو تنو له لوري اعتراض یو غېر مدني حرکت او غېر منطقي کړنه وبلله او دا عمل يې په کلکو ټکو وغنده.
د یادونې وړ ده، چې څو تنو د تېرې اوونۍ پنجشنبې ورځ ( می ۱۲مه) د لندن په (روسي) څېړنیز مرکز کې د ولسمشر محمد اشرف غني د وینا پرمهال اعتراض وکړ او هغه يې په دروغ ویلو تورن کړ.
د هغو دغه اعتراض د ولسمشر وینا د څو لحظو له پاره مختله او د مجلس فضا يې غېرعادي کړه.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي وویل، چې لندن ته ولسمشر محمد اشرف غني د افغانانو په اسازيتوب ورغلی و او په حقیقت کې ولسمشر ته سپکاوی د افغانستان ټول ملت ته د سپکاوي په معنا ده.
خو له بل لوري بیا د مېدان وردک خلکو استازی غلام حسېن ناصري وویل، مخکې له دې، چې ولسمشر له دغه حالت سره مخ شي، نو د بريتانيې لومړي وزیر ډيويډ کامیرون له خوا ورته سپکاوی شوی و.
ډيويډ کاميرون د بريتانیا له ملکې سره په خبرو کې ویلي و، چې افغانستان او ناجیریا هغه هېوادونه دي، چې په "حېرانوونکي توګه" په فساد کې ډوب دي.
ولسي جرګې د خپلې اعلاميې په بله برخه کې ویلي، چې د ډيويډ کامیرون دا ډول خبرې غېر ډيپلوماټيک دي او دغه ډول چلند د نړېوالو معیارونو، د افغانستان د خلکو ديني او ملي ارزښتونو سره برابر نه دي.
له بل لوري د ټوټاپ پروژې د مسیر په اړه ځينو وکیلانو د اعتراض په ډول د مجلس له تالاره ووتل.
دوی حکومت په دې تورن کړ، چې د برېښنا د لېږد مسیر په اړه تبعیضي چلند کوي.