ولسي جرګه: هغه کسان چې له طالبانو سره مرسته کوي باید محاکمه شي

په کندوز او هلمند ولایتونو کې جګړې زور اخیستو د ولسي جرګې د یو شمیر غړو غبرګونونه راپورولي.

دوی وايي، چې په نظام کې دننه او د باندې ځينې کسان د امنیتي سرتیرو پر ضد کار کوي.

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري په پخواني ولسمشر نیوکه کوي او وایي، نن کندوز د جګړې په اور کې سوځي او هغه کورونه، چې په کندوز کې سوځي او له منځه ځي نه د پخواني ولسمشر حامد کرزي او نه هم د هغه د مرستیالانو دي.

نوموړي زیاته کړه: "کرزی په کوم منطق، په کوم دلیل، او د چا په اجازه د پښتون، تاجک، ازبک، هندو، بلوچ او ترکمن وژونکو ته ورونه وایي ؟" .

پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل حکومت پر مهال په ځلونو طالبانو ته د ورو خطاب کړی، چې څو ورځې وړاندې د برهان الدین رباني په تلین کې هم خپله دغه جمله تکرار کړه او د ځينو ګډون کوونکو له غبرګون سره مخ شو.

په همدې حال کې د ولسي جرګې بلې غړې شکیبا هاشمي وویل، چې ځینې کسان په ښکاره د امنیتي سرتیرو ملاتړ، خو په پټه د دښمن ملاتړ کوي.

میرمن هاشمي وایي، د افغانستان د جزا قانون په ۱۸۲ ماده کې راغلي، چې دغه ډول کسان باید اعدام شي.

" هغه کسان که سیاسي او که عادي خلک دي چې پر ښکاره له امنیتي سرتیرو ملاتړ کوي خو په پټه یې دښمنان دي باید د اساسي قانون ۱۸۲ مادې پر بنسټ اعدام شي."

له بلې خوا د ولسي جرګې غړي سید علي کاظمي د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستیو ویناو ته په اشارې سره چې د طالبانو په اړه یې کړې وې وایي، دا باید په ډاګه شي چې حکومت غواړي له طالبانو سره خپلې جګړې ته دوام ورکړي ترڅو خلک د امنیتي ځواکونو ترڅنګ پاتې شي او له طالبانو سره جګړه وکړي او یا هم د پخواني ولسمشر پر خبره ځینې ولایتونه طالبانو ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده، چې ځو ورځې وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوې رسنۍ سره په خپله مرکه کې ویلي وو، چې طالبان هم د افغانستان دي او حق لري چې د هیواد ځینې سیمې ونیسي.

د کرزي دغو خبرو د هیواد ځینې وګړي په غوسه کړي او ځینو سیاسي فعالانو هغه د طالبانو په ملاتړ تورن کړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام