د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، چې د افغانستان له ګډون پرته د دغه هېواد د سولې په نوم هر ډول غونډه د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې په معنا ده.
د ولسي جرګې رییس عبدالرؤوف ابراهیمي، د روسیې چین او پاکستان پر درې اړخیزې غونډې د نیوکو ترڅنګ وویل، چې د افغانستان لهپاره دا ډول غونډې د اندېښنې وړ دي.
په پام کې ده، چې مسکو سبا (سه شنبه ډسمبر۲۷مه) د افغانستان د سولې په تړاو د روسیې، چین او پاکستان هیوادونو د درې اړخیزې غونډې کوربه وي.
ابراهیمي ټینګار کوي، چې افغان حکومت باید په دې اړه له روسيې څخه سپیناوی وغواړي.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني سلام وطندار ته وویل، چې افغان حکومت د مسکو غونډې ته نه دی بلل شوی او د بهرنیو چارو وزارت د غونډې له جوړوونکو سپیناوی غواړي.
مستغني وایي، د هیواد د وضعیت څیړل د افغانستان د شتون پرته ډیرې پوښتنې راپیدا کوي او د بهرنیو چارو وزارت د دې غونډې موخې خواشینونکې بولي.
په همدې حال کې د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار هم سلام وطندار ته وویل، چې په دې درې اړخیزه غونډه کې چې د روسيې چین او پاکستان ترمنځ د افغانستان د سولې په بهیر جوړیږي د دې شورا په استازیتوب څوک نه دي وربلل شوي.
خو قاسمیار وايي، چې دا ډول ناستې د افغان سولې سره مرسته کولی شي.
له بلې خوا د سیاسي چارو شنونکی فردوس کاوش د افغانستان په نه موجودیت کې د سولې په اړه دا ډول غونډو جوړول ګټور نه بولي.
کاوش د دا ډول غونډو د جوړولو لهپاره د روسیې هڅې د واشنګتن او روسېې ترمنځ رقابت ګني او د ده په خبره چې دا ډول رقابتونه د افغانستان په ګټه نه دي.
یو بل سیاسي شنونکی اسحاق اتمر، بیا په دې اند دی چې د مسکو غونډه تر ډیره د سیمېزو پراختیایي چارو له پاره جوړیږي او د افغانستان مسله یې د اجنډا یوه کوچنۍ برخه ده.
د اتمر په وینا، د افغان حکومت کمزورې دیپلوماسي د دې لامل شوې چې غونډې ته نه دی وربلل شوی.
د افغانستان د سولې د بهیر په اړه ډیرې غونډې جوړې شوي دي خو دا یې لومړۍ هغه ده چې افغان حکومت سره له هماهنګۍ پرته جوړيږي.