ولسي جرګه: د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې دې یوځای وشي

ټاکل شوې‌ده د ټاکنو خپلواک کمېسیون ډېر ژر د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدا نېټه اعلان کړي. ولسي جرګې په‌ همدې پار نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان ور استجواب کړي وو؛ خو هغوی د یو مکتوب په ورلېږلو سره ځواب‌ویلو ته حاضر نه‌شول.

پر دې سربېره د ولسي جرګې ځېنې غړي په هېواد کې د ناامنۍ او د رڼو ټاکنو له‌پاره د مناسبو شرایطو نه‌شتوالي له کبله د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې ولسمشریزې، د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې دې یوځای وشي، ګنې بیا دې موقت حکومت جوړ شي.

د ولسي جرګې غړي نعمت‌الله غفاري او نعیم لالی حمیدزی وايي چې د ټاکنو د ډېر لګښت نه د مخنیوي له‌پاره باید درې‌واړه ټاکنې هم‌مهاله د روان لمریز کال په تلې میاشت کې ترسره شي.

د دوی په وینا، که په ولسمشریزو ټاکنو کې هر څوک بریالی شو؛ د ۱۳۹۸ کال په لومړۍ میاشت کې دې خپله دنده پيل کړي.

له بلې‌خوا د ولسي جرګې ځېنې نور غړي بیا په اوسنیو شرایطو کې د رڼو او داسې ټاکنو غوښتنه کوي چې ټولو هېوادوالو ته د منلو وړ وي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وايي چې روان کال په هېواد کې خونړی کال و او په‌داسې شرایطو کې ممکنه نه‌ده چې رڼې ټاکنې وشي.

ده پر ولسمشر، اجرایوي رییس او نړۍ‌والې ټولنې غږ وکړ چې د ټاکنو اوسنی کمېسیون د ټاکنو د ترسراوي هېڅ اراده نه‌لري.

د ولسي جرګې لومړی نایب همایون همایون او د جرګې غړی عبدالله محمدي د راتلونکیو ټاکنو په اړه اندېښنه څرګندوي او تور پورې کوي چې ولسمشرغني د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته هدایت کړی چې د ولسي جرګې په راتلونکیو ټاکنو کې د ده، له خپلو کسانو پرته بل هېڅ وکیل بریالی نه‌شي. د دوی په خبره، دا د ټاکنو په کمېسیون کې ښکاره او غیرقانوني لاس‌وهنه ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر معاذ دولتي سلام وطندار ته وايي چې په یوځايي ډول د ولسمشرۍ، ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې به فني ستونزې راولاړې کړي. ده وویل چې دا طرحه مخکې هم له ټاکنو کمېسیون سره شریکه شوې‌‌وه؛ خو د بودیجې او نورو ستونزو له امله ونه منل شوه.

ښاغلي دولتي همدارنګه وویل چې ولسمشرۍ ماڼۍ ورته تر دامهاله د سلیقوي چلند پر اساس د وکیلانو د ټاکلو او بریالي کولو په اړه څه نه‌دي ویلي.

دا په‌داسې حال کې ده چې پرون د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وویل چې د ولسمشریزو او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو د ترسراوي دقیقه نېټه به نن اعلان کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام