د لنډمهالي حکومت جوړېدو بحث له څوو ورځو راهیسې په رسنیو کې تود او تاو یې نن ولسي جرګې ته هم ورسېد.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډې کې ځېنو وکیلانو وویل، لنډمهالی حکومت د هېواد په ګټه نهدی او د دې طرحې تطبیق د وطنوالو ناهیلۍ او هېواد کې د کړکیچ لامل ګرځي.
د ولسي جرګې غړی عبدالقادر کلاتوال، عبدالقیوم سجادي او محمدعلي اخلاقي په وینا، د لنډمهالي حکومت پرځای دې د ټاکنیزو کمېسیونونو ظرفیت لوړولو هڅه وشي چې د ولسمشري ټاکنې رڼې او په ټاکلې نېټه وشي.
وکیلانو ټینګار وکړ چې د لنډمهالي حکومت جوړېدل هېواد کې د کړکیچ او لانجې لامل ګرځي.
دغه وکیلان وایي د لنډمهالي حکومت جوړېدل او د مخالفینو خلاف عملیاتو کمېدل سولې ته ګټه نه رسوي، بلکې د سولې په برخه کې د زمینهسازۍ پاړکي هم ننګوي او وطنوال پر نظام بېباوره کوي او ناوړه پایلې لري.
د اسوشېتد پرېس اژانس د راپور لهمخې، طالبانو له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې د ۲۰۱۹ کال په اپریل کې د ولسمشري ټاکنو سره مخالفت کړی. دې ډلې د لنډمهالي حکومت مشري لهپاره د عبدالستار سیرت وړاندیز کړیدی.