د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمېسیون موندنې ښي، چې د فراه والي محمد اصف ننگ په فساد کې ښکېل دی او له دې سره ـ سره د یاد ولایت والي طالبانو ته باج هم ورکوي.
د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمیسیون پلاوي فراه ولایت کې د خپلو موندنو راپور د چهارشنبې پر ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړ.
غونډې ته د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمېسیون رېیس سرورعثماني فراهي په مشري ۹کسیز پلاوي د شپږو میاشتو په اوږدو کې د فراه ګمرک کې پلټنې کړي.
فراهي وویل، چې سږکال ۱۷۸۵ ټنه تیل د فراه له لارې بې محصوله دغه ولایت ته وارد شوي دي.
د هغه پر خبره، د ګمرک چارواکي او د فراه والي هره میاشت ۷ میلیونه ډالر د دولت عواید جیبونو ته اچوي.
د ولسي جرګې دغه غړي دعوه وکړه، چې د فراه والي او د ګمرک چارواکي دغه ولایت کې هرکال د دولت میلیونونه ډالر طالبانو ته باج ورکوي.
د ولسي جرګې عدلي او قضایي کمیسیون رییس له امنیتي بنسټونو غواړي، چې دا مسئله په جدي توګه وڅیړي او عاملین یې عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپیژندي.
فراهي زیاتوي، چې د روان کال په وږي میاشتې څوارلس زره او ۶۱۱ ټنه ډیزل چې ۶۳۶ ټانکره کیږي د معافي تر نوم لاندې بې سنده د فراه ګمرک له لارې هیواد ته وارد شوي.
دغه راز، د ولسي جرګې عدلي او قضایي کمیسیون پلاوي موندنې ښي، چې د فراه ګمرک کې ۷۸ کیلومتره بله دروازه د امنیتي ځواکونو پوښښ له ساحې بهر په غیرقانوني توګه پرانیسل شوې او په ورځ کې د ایران سوداګریزو توکو لسګونه موټر له اجازې او محصول پرته هیواد ته ننوځي.
خو د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري دغه تور بېبنسټه بولي او وایي، چې په روان کال کې د دغه ولایت عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
دغه راز، د فراه د ګمرک رییس عتیقالله امان هم په اړونده اداره کې د فساد خبره رد او ټینګار کوي که چیرې په دې اړه اسناد وي دوی ځواب ویلو ته چمتو دي.
هغه زیاته کړه:" دا یو تور دی او کیدی شي له هغو ټول کسانو پوښتنه وشي چې په فراه کې دي او تحقیق وشي، زه ډاډه یم چې له هغه سړي سره چې دغه راپور یې جوړ کړی اسناد نهشته که چیرې اسناد لري مهرباني دې وکړي عدلي او قضایي ارګانونو ته دې وسپاري چې هغوی پرې اجراات وکړي."
مخکې له دې هم د فراه ځینې مدني فعالان او سوداګرو د دغه ولایت ګمرک پر چارواکو د فساد تورونه لګولي وو.