ولسي جرګه: د سولې د خبرو اترو په اړه باید پر ولسمشر غني باور وکړو

ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د اسیا زړه کنفرانس لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او په دې غونډه کې یې د ولسمشر محمد اشرف غني د دریځ ستاینه وکړه.

د ولسي جرګې ځېنو غړو په ټینګار سره د افغان ولسمشر غني د خبرو ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، چې "د سولې په برخه کې پرته له دې چې ولسمشر غني راپيل کړې؛ بله چاره نشته."

د ولسي جرګې غړو، د اسیا زړه په کنفرانس کې د افغان ولسمشر خبرو ته په اشارې سره پر هغه د باور موضوع تر هر څه اړینه وګڼله.

ولسمشرمحمد اشرف غني ویلي، تر راتلونکو څو اوونیو پورې به د سولې خبرې اترې پیل شي او پاکستان ژمنه کړې، چې په دغه بهیر کې به همکاري کوي.

ولسمشر غني تېره ورځ خبریالانو ته د اسیا زړه هېوادونو یا استانبول پروسې د وروستۍ غونډې د نتایجو په اړه د معلوماتو پرمهال وویل، د حکومت هدف دا دی، چې راتلونکی کال د تېرکال تکرار نه وي.

ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د مذاکراتو پایلې ته محتاطانه امېدواري وښوده او ویې ویل، چې دا بهیر به د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې پر مخ ولاړ شي.

بل لور ته د ولسي جرګې لومړي نایب حاجي ظاهر قدیر له ولسمشر غني او افغان لوړپوړو چارواکو نه يې غوښتنه وکړه، که له هر هېواد سره د سولې او امنیت په اړه خبرې کيږي؛ نو ملي شورا هم باید په جريان کې وي.

دوی وویل، دا هېواد د برخلیک په اړه کېدونکې خبرې باید له ملي شورا نه پټې نه وي.

د ولسي جرګې ډېرو غړو د پاکستان له خوا د ترهګرو د ملاتړ نه د لاس اخیستلو موضوع، د دغه هېواد له خوا د سولې له پاره د غاړې اېښودلو په برخه کې لومړی قدم وګڼلو.

دوی زیاته کړه، چې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف هغه ژمنه چې وروسته له دې به د ترهګرو ملاتړ نه کوي؛ دا مانا ورکوي، چې پخوا یې ورنه ملاتړ کولو.

د هغو پر خبره که نواز شریف خپلې دغې ژمنې ته عملي جامه واغوندي، نو د افغانستان په ګډون به په ټوله سيمه کې سوله او ثبات راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسمشر غني د يوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې د دولتونو تر منځ مناسبات د باور پر بنسټ نه، بلکې د ګټو له مخې تعریفیږي او د سولې خبرو اترو په برخه به له دې وروسته افغان حکومت د زیاتو ټيټو او جیګو شاهد وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام