ولسي جرګه: د دوستم او ایشچي موضوع د شرم خبره ده

ولسي جرګې د نن ورځې په عمومي غونډه کې له احمد ایشچي سره د جنرال دوستم ناوړه چلند وغندلو او د ټولو افغانانو له پاره یې د شرم وړ موضوع یاده کړه.

یو شمېر وکیلانو وویل، د جنرال دوستم او احمد ایشچي موضوع د ټولو افغانانو د عزت موضوع ده او له حکومته یې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي وویل، چې د جنرال دوستم او ایشچي موضوع افغانان په نړیواله کچه نوم بدي کړل او زیاته یې کړه، چې همدا اوس افغانانو ته د نړۍ زیات شمېر هېوادونه وېزه نه ورکوي؛ ان دا چې د سیاسي پاسپورټ لرونکو افغانانو ته هم د ورتګ اجازه نه ورکوي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال عبدالظاهر قدیر، چې د غونډې مشري کوله، له حکومته وغوښتل، عدلي او قضايي بنسټونه دې د بشري حقونو خلاف دغه عمل په عادلانه ډول وڅېړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې څو تنو غړو بیا د ایشچي ادعا دروغ وګڼله او دا یې د دوستم نوم بدولو له پاره یو دسیسه یاده کړه.

د ولسي جرګې غړی او د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تهینچ وایي،احمد ایشچي له پخوا جنرال دوستم سره ستونزې لري؛ په دې ډول څرګندونو سره غواړي، چې د دوستم شخصیت ترورو کړي.

تهینچ نن په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د احمد ایشچي څرګندونې یوازې یوه ادعا ده او زیاته یې کړه، ایشچي له خوا لګول شوي، تورونه د هېواد اوسنیو شرایطو په ګټه نه دي.

نوموړی، د ایشچي له خوا لګول شوي تورونه د شرم او  پوښتنې وړ کار بولي.

تهینچ له مدعي وغوښتل، که د لګول شویو تورونو په اړه اسناد لري، عدلي او قضايي ارګانونو ته دې وړاندې کړي.

د ملي جنبش ګوند ویاند له ټولو افغانانو وغوښتل، چې سم لاسي پرېکړې دې نه کوي؛ اجازه دې ورکړي، تر څو دغه قضیه په غور وڅېړل شي.

له بل لوري حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه موضوع به جدي وڅېړي او مجرم ته به قانوني سزا ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام