ولسي جرګه: د تېرې ورځې د بريد تر شا کورني لاسونه وو

د ملي شورا پر ودانۍ د تېرې ورځې برید د لاملونو او څرنګوالي په اړه نن سه شنبه د(۲۰۱۵ زېږدیز / جون ۲۳) ولسي جرګې ځانګړې عمومي غونډه کې د دغې جرګې د غړو له لوري تاوده بحثونه وشول.

ځینو وکیلانو وویل، پر ولسي جرګې د وسله والو د تېرې ورځې تکتیک او له لارو ګودرو ګټه اخیستنه دا په ډاګه کوي، چې پرته له داخلي مرستې دا چاره ناشوني وه.

دوی زیاتوي، له هغې لارې چې وسله والو د ملي شورا ودانۍ ته په ننوتو کې کارولې تر اوسه د شورا وکیلانو ته هم معلومه نه وه.

همدا ډول دوی دا یادونه هم وکړله، چې د وسلو پر ډيپو برید هم دا ښکاره کوي، چې دا برید په مهارت او مخکې له مخکې پلان شوی وو.

د همدې برید په تړاو د جرګې غړې نظیفې ذکي وویل، چې ورستۍ پېښه عامه نه بلکې ډيرې ژورې څېړنې او پلټنې ته اړتیا لري او باید چې په اړه یې بابیز چلند ونه شي.

په سترو ترهګریزو پیښو کې د حکومت دننه د ځینو کسانو د ملاتړ مسله تردې وړاندې هم د ملي شورا د دواړو خونو په غونډو کې مطرح شوې ده.

تر دې چې د کورنيو چارو وزیر هم شک نه لري، چې د حکومت دننه ځینې کړۍ د ترهګرو ملاتړ کوي، خو وزیر هغه مهال د چا نومونه نه وو اخیستي.

خو په نننۍ غونډه کې هم ډیرشمېر وکیلانو په دې ټینګار کاوه چې پر ملي شورا د تېرې ورځې برید د یوې منظمې او دقیقې ارزونې پر اساس برابر شوی و.

دوی زیاته کړه، چې داسې ښکاري په وروستي برید کې وسله والو سره د داخلي لاسونو څرکونه لیدل کيږي.

په همدې حال کې بیا څو تنو وکیلانو د تیرې ورځې د پیښې په تړاو او د دې ترڅنګ په هېواد کې د نا امنیو د زیاتېدو پړه پر امنیتي چارواکو ورواچوله او هغوی یې په بې غورۍ او په څوکیو د کار وړکسانو نه ګمارنو تورن کړل.

تر دې چې غوښتونکي شول، څو د کورنيو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رييس استیضاح کړي، خو ځېنو نورو وکیلانو بیا د وزیر او رییس استیضاح کولو مخالفت وکړ.

د دې جرګې غړي عبدالله بارکزي د استیضاح وړاندیز رد کړ او زیاته یې کړه، چې په اوسنیو شرایطو کې د وزیرانو او رییسانو استیضاح نورې ستونزې ډيروي.

بارکزي وویل، چې وروستۍ ناخوالې د وزیرانو او رییسانو له کچې ډيرې لوړې دي او د دوی استیضاح به دې برخه کې څه ګټه نه لري.

د غونډې په پای کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې باید په ټولو ولایتونوکې د نا امنیو زیاتېدو لاملونه او د دوی د تمویل او تجهیز موضوعات په جدي ډول و څېړل شي او له اړوندو چارواکو يې پوښتنې وشي.

ابراهیمي زیاته کړه، چې د دې ترڅنګ به د جرګې اداري پلاوی د ټولو وکیلانو په مشوره یوه کمیټه جوړه کړي، څو د هېواد کورني او بهرني سیاست په اړه یوه طرحه جوړه او حکومت ته يې وړاندې کړي.

په نننۍ غونډه کې یو شمیر وکیلانو پردې هم ټینګار و کړ، چې باید د ملي يووالي حکومت کلک ملاتړ وشي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام