ولسمشر اشرف غني نن سه شنبه ( دمارچ/۲۴ مه) په امريکا کې د خپل رسمي سفر په دويمه ورځ د کوربه هيواد ولسمشر باراک اوباما سره ليدنه کوي.
ټاکل شوې ده، له خبرو اترو وروسته به دواړه مشران رسنيو ته خپل نظرونه واوروي.
له دې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني د متحده ایالاتو دبهرنيو چارو او دفاع وزیرانو سره هم کتلي دي.
په هغه کتنو کې غني ويلي وو، د افغانستان د ملي شورا لخوا د امنیتي او دفاعي تړون تصویب او له دې وړاندې د مشورتي لویې جرګې له لوري د دغه تړون تایید په افغانستان کې د یوې اجماع د شتون ښکارندوی وباله او څرګنده یې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یوه نوي پړاو ته داخلې شوې دي او دغه اړیکې بنیادي او دوامدارې دي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دامریکا دمتحده ایالاتو دد فاع وزیر شتون کارتر ژمنه کړې د امریکا حکومت به د دغه هېواد له کانګرس څخه وغواړي چې تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې ۳۵۲ زرو تنو ته د افغانستان د امنیتي ځواکونو د شمېر د زیاتوالي لپاره لازمه بودجه تصویب کړي
امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز متحده ایالاتو ته د ولسمشر اشرف غني د پېل شوي سفر په اړه په خپل راپور کې ليکلي، چې غني له داسې پيغام سره امريکا ته راغلی، چې د امريکايانو له مرستو او قربانيو منندوی دی او يو داسي سړی دی، چې امريکا ورسره کار کولی شي.
ورځپاڼه زياتوي، چې د اوباما ادارې د روان میلادي کال په پای کې په افغانستان کې نظامي حضور سم په نيمايي کمولو، خو له ولسمشر غني سره د ښو اړيکو په اساس دغه پروسه وځنډول شوه.
د افغان ولسمشر لپاره ښايي د دغه سفر ستره لاسته راوړنه به په دغه هېواد کې ميشت د امريکایي ځواکونو د شمېر او شتون مهال پورې اړه ولري.
امکان لري، چې نن په همدغه موضوع د غني او اوباما تر منځ پرېکړه وشي.
د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړيکو نوی فصل
د سیاسي چارو کارپوه فاروق بشر وايي، په اوسنیو حساسو شېبو کې د اشرف غني دغه سفر به دافغانستان له پاره لاسته راوړنې ولري او تر ټولو مهمه هغه به یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په بیړني تګ بیا کتنه او افغان امینتي ځواکونو سره مالی او نظامي مرستې وي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه او د پوهنتون استاد محمد امین حیدري وايي، نوی افغان حکومت دا فرصت لري، چې پر افغانستان نړیوال باور پیاوړی کړي او هغه سړښت چې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او اوباما له امله دافغانستان او امریکا په اړیکو کې رامنځته شوی و؛ غني به دغه سړې اړيکې بیا تودې کړي.
د حیدري په وینا اشرف غني په خپل بهرني سیاست کې په پوره احتیاط ګامونه پورته کړي او ښه پایلې به ولري.
ولسمشر غني د خپل رسمي سفر په لومړۍ ورځ له خبريالانو سره په خبرو کې وويل، چې د امريکا د اوږد مهالو مرستو په بدل کې باید افغانستان غبرګونونه وښيي او د خپلو ستونزو د هواري لپاره په خپله ګړندۍ هڅي وکړي.
اشرف غني د امريکا په دفاع وزارت کې له چارواکو سره له لیدنې وروسته خبريالانو ته په وينا کې د افغانستان ثبات لپاره پر خپلو ژمنو ټنګار وکړ.
اشرف غني چې په خپله يې نژدې ۲۰ کاله په امريکا کې تېر کړي له امريکايانو نه مننه وکړه، چې د افغانانو لپاره یې خپل ژوند قرباني کړ او د افغانستان د سولې او پرمختیايي کارونو لپاره یې خپل ۲۲۱۵ سرتېري د مرګ ښکار او ۲۰۰۰۰، تنه یې ټپيان کړل.
نیویار ټایمز ورځپاڼې په خپلې یوې ليکنې کې کاږلي دي، که څه هم افغان ولسمشر د خپل ژوند لويه برخه په امريکا کې تېره کړې او له دې ځای سره ډېر نېږدېوالی لري، خو په خپله يو قوي ملت پال دی.
نيويارک ټایمز زياتوي، چې د ولسمشر غني دغه ډول احساس امريکايي چارواکي خوشحاله کړي او له افغانستان سره یې نورې مرستې ته ليوال کړي دي.