د ولسمشر ځایناستي ویاند شاه حسین مرتضوي سلام وطندار ته وویل، چې ولسمشر محمد اشرف غني د دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم استعفاوې ومنلې.
مرتضوي د سلام وطندار د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ملي امنیت عمومي رییس هم ګوښه شوی که نه، ځواب ورنهکړ.
تېره جمعه غرمه مهال په بلخ ولایت کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو ډلهییز ځان مرګی برید وشو، چې له یې امله ۱۳۵ کسان ووژل او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان شول.
مرتضوي په ورته وخت کې دا هم وویل، چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنرال مومند کټوازی له دندې ګوښه شو او احتیاطي دورې ته سوق شو.
پر ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې شوي برید په کور دننه د هېوادوالو او ملي شورا غبرګونونه راوپارول او اړوند چارواکي یې په بېغورۍ او فساد تورن کړل.
ویل کېږي، چې جنرال طارق بهرامي د دفاع وزیر ځای ناستی او جنرال شریف یفتلي د لوی درستیز ځایناستي ټاکل شوي دي.