ولسمشر غني د بامیان ـ دوشي سړک جوړولو چارې پرانېستې

ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه دویم مرستیال سرور دانش  د بامیان په شیبر ولسوالۍ کې د بامیان ـ دوشي سړک لومړۍ برخې کار پیل کړ. 

ښاغلي ولسمشر د دې مراسمو د پرانېستې پرمهال وویل، دغه لار مرکزي افغانستان له شمال‌ختیځې او مرکزي‌اسیا سره نښلوي.

په ورته وخت کې د ټولګټو وزیر یمایاري وايي، د بامیانو ـ دوشي سړک په ۶ برخو وېشل کېږي چې پر لومړۍ برخې باندې یې ـ چې ۲۵ کیلومتره سړک کېږي ـ ۲۷ میلیونه ‌ډالره لګښت راځي.

 د ده په وینا، د دې لویې لارې نورې برخې د تداراکاتو لاندې دي.

د ټولګټو وزیر همدارنګه وايي، دا مهال د سړک‌جوړولو ۲۸ پروژې تر کار او تدارکاتو لاندې دي.

ښاغلي یاري همداراز وویل، اوسمهال د سړک‌جوړولو ۲۸ پروژې تر کار او تدارکاتي پروسې لاندې دي چې نږدې ۲۰ میلیارده افغانۍ لګښت پرې راځي.

د ده په وینا، په بامیانو او مرکزي ولایتونو کې د سړک‌جوړولو او ساختماني ۸ پروژې تر کار لاندې دي او ځېنې پروژې د سړک د څارنې له‌پاره ځانګړې شوې‌دي.

د بامیان ـ دوشي سړک د بامیانو له شیبر ولسوالۍ نه د ۱۵۰ کیلومترو په اوږدوالي سره، دغه ولایت د بغلان له لارې د هېواد له شمالي ولایتونو سره نښلوي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني بامیانو کې د ۸۰ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د برېښنا رسولو ۳ سترې پروژې پرانېستې.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون (جمعه) دایکنډي ولایت ته له یو ورځني سفر وروسته، د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ بامیانو ولایت ته لاړ.

ولسمشر بامیانو ته له رسېدو سره سم دشت‌اژدر سیمې ته لاړ او هلته یې د برېښنا رسولو د ۳ مهمو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودې چې په دغو پروژو کې د ۲۰/۲۲۰ کیلوولټ سب‌سټیشن، له دوشي څخه تر بامیانو د ۲۲۰ کیلو ولټ لېږد مزي د تمدید او ۲۰ زره کورونو ته د برېښنا د وېش شبکه شامله ده.

یادې پروژې د افغانستان برېښنا شرکت اړوندې دي چې کابو ۸۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي او قراردادونه یې مخکې د ولسمشر غني په حضور کې له درېیوو کمپنیو سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک شوي‌دي.

د درېیوو واړو پروژو مالي لګښت د اسیا پراختیایي بانک له لورې ورکول کېږي چې د دوو کلونو په موده کې به ګټې اخېستلو ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې د برېښنا شرکت مشر امان غالب وايي، په دغو دریو پروژو شاوخوا ۸۰ میلیون ډالره لګښت راځي.

ښاغلي غني د دې پروژو د پرانېستې پرمهال وویل چې دا برېښنا به یوازې کورنه روښانه نه کړي بلکې د دې ولایت د کانونو، زراعت، ټرانسپورټ او صعنت په برخه کې به کافي مرسته وکړای شي.

ولسمشر زیاته کړه چې د دایکندي له درېیمې درجې نه دویمه درجه ولایت ته ارتقاع د دې په معنا دا چې په مرکزي منطقو کې طبیعي زندانونه په ماتېدو دي او موږ به په راتلونکي کې په دایکندي او بامیانو کې د ژور تحول لیدونکي شو.

پر دې سربېره، د بامیان یو شمېر اوسېدونکیو او د روښنايي جنبش غړیو دې ولایت ته د ولسمشر غني سفر او د درېیوو پروژو پرانیستلو پر وړاندې غبرګون ښودلی او د بامیان له لارې یې د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږدولو او د مرکزي سیمو امنیت تامینولو غوښتنه کړې.

چارواکي وايي، د بامیانو ـ دوشي لویه لار د سالنګ تونل بدیل دی او د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزی هم، د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا بدیل دی چې ټکل شوې وه د بامیانو له لارې د هېواد سویلي او ختیځو ولایتونو ته ولېږدول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام