ولسمشر غني: اوربند پای ته ورسېد او عملیات پيلېږي

حکومت د روژې میاشتې له ۲۷مې د اختر تر ۵مې د طالبانو پروړاندې یو اړخیز اوربند اعلان کړ، چې ۱۰ ورځې نورې هم د اوربند موده تمدید شوه. یوازې د اخترې په درېیو شپو او ورځو کې چې طالبانو له اعلان شوي اوربند  سره هوکړه وکړه، په‌دې موده کې افغانان د پلازمېنې په ګډون د طالبانو تر ولکې لاندې ځېنو ولایتونو کې هم ګرځېدلی شول. خو بالاخره نن ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، اوربند پای ته ورسېد او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له‌دې وروسته اجازه لري چې د طالبانو پر وړاندې عملیات وکړي. ولسمشر غني په ورته وخت کې وویل د افغانستان د سولې په اړه ملي، سیمه‌ييزه او نړۍو‌‌اله اجماع موجوده ده.

په دې غونډه کې غني وویل، د سولې په اړه هره پرېکړه د افغانانو پورې تړاوو لري. هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل، د ملي یووالي حکومت د ولس غوښتنه چې سوله ده، ارزښت ورکړی او اوس هغه وخت دی چې طالبان هم دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

د ښاغلي غني په وینا د سولې له پروسې سره د یوځای کېدو غوښتنه د افغان وکړیو له‌خوا یو فشار دی او په دې کې بهرنيان شامل نه دي. ولسمشر غني طالبانو ته د امن سیمو رامنځته کولو طرحې ته په اشارې چې د ګلبدین له‌خوا وړاندې شوې وه، وویل، افغانستان یو موټی هېواد دی او هېڅ سیمه به کو وګړي او هېڅ کومې ډلې ته ورنه‌کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام