ولسمشر: طالبان دې روژې ته په درناوي د سولې لار غوره کړي

ولسمشر محمداشرف غني د روژې میاشتې د رارسېدو په مناسبت پیغام کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې روژې ته په درناوي دې جګړه پرېږدي او د سولې لار دې غوره کړي.

ولسمشر ویلي، روژه د سولې او پخلاینې میاشت ده او طالبان هم باید دې میاشتې ته په درناوي سوله وکړي.

نوموړي په خپل پیغام کې ویلي:«زه یو ځل بیا له طالبانو غواړم چې دې مبارکې میاشتې ته په درناوي، د سولې او پخلاینې غوښتنې ته چې د مشورتي لویه جرګې په پرېکړو کې یې پراخ انعکاس پیدا کړ، لبیک ووايي.»

په همدې حال کې د سولې عالي شورا هم پر افغان دولت او طالبانو غږ کړی چې د روژې مياشتې له پيل سره سم دوامداره اوربند اعلان کړي.

د سولې عالي شورا په بیان کې لیکل شوي: «له شک پرته دغه اوربند د باور فضا د رامنځ‌ته کولو لپاره په بېلابېلو سطحو کې ښه منځګړى کېداى شي او د يوې تلپاتې او مستحکمې سولې لپاره چې د افغانستان ټول ملت يې تږى دى، لار پرانېزي.»

ولسمشر غني د تېرې جمعې په ورځ د سولې مشورتي لویې جرګې په وروستۍ غونډه کې وویل، که طالبان چمتو وي، افغان حکومت اوربند ته حاضر دی.

خو طالبانو بیا په روژې میاشت کې هم د خپلو بریدونو پر دوام ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمداشرف غني تېر کال هم د روژې میاشتې په وروستیو کې له طالبانو سره ۱۴ ورځنی اوربند اعلان کړ، خو طالبانو بیا یوازې د کوچني اختر په لومړیو ۳ ورځو کې ورسره اوربند وکړ او د اوربند غځېدو ته حاضر نه شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام