ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبانو ته په کابل، لوی ننګرهار یا لوی کندهار کې دفتر ورکولی او هم یې ساتنه کولی شي.
هغه دا څرګندونې د ننګرهار شینوارو ولسوالۍ کې یوې لویې غونډې ته کړيدي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په خپرې کړې خبرپاڼې کې د ولسمشر په حواله لیکلي، سوله راتلونکې ده او دې برخه کې د خپل سرقربانۍ ته هم چمتو دی.
نوموړي ويلي، هیلهمن دی چې ډېر ژر به هېواد کې ۴۰ کلن ناورین پای ته ورسېږي او نور به د وینو بهېدلو لړۍ ودرېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، افغان ولسمشر د سولې په اړه د مسکو غونډې ته په اشارې په پوښتونکي انداز وویل: «موږ سوله مکهمعظمه کې غواړو، هغه خوږه او که مسکو کې؟»
ورته مطالب:
«روسیه په افغان سوله کې خپلې ګټې لټوي»
خلیلزاد: د امریکا لهپاره سوله لومړیتوب دی، نه د ځواکونو ویستل
ولسمشر: د لږکیو له لوري سوله نتیجې ته نه رسېږي
دې غونډې ته د خبري پوښښ لهپاره خبریالان نهوو ورغوښتل شوي.
خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د شینوارو قومونو قدرداني کړې او د داعش او نورو وسلهوالو ډلو پر وړاندې یې د هغوی پاڅون ستایلی دی.
د خبرپاڼې په حواله ولسمشر ویلي، شینوارو د خپلو سرونو په بیه له خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه پر اوږه خپلې ولسوالۍ له وسلهوالو پاکې کړي چې دی یې منندوی دی.
محمد اشرف غني له شینواري قوم سره د هغوی د ویجاړو شویو کورونو د رغونې ژمنه کړې او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړیدی.
دې لویې ولسي غونډې کې قومي مشرانو، ملک نذیر او حاجي معاون له ولسمشر د سیمهییزو پاڅونوالو د اوږدمهاله تجهیز، اکمال او ملاتړ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په خپرې کړې خبرپاڼې راغلي؛ دوی مننه کړې چې شینوارو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په ښې همغږۍ وسلهوالې ډلې ماتې شوي او ولس په ډاډه زړه خپلې چارې مخ ته وړي.
محمد اشرف غني د لومړي ولسمشر په توګه یادې ولسوالۍ ته سفر کړیدی. له هغه سره دې سفر کې د مشرانو جرګې مشر فضلهادي مسسلمیار، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی، کابیې یو شمېر غړي، ننګرهار والي او یو شمېر چارواکي ملګري وو.