ولسمشر د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره لویه مشورتي جرګه راغواړي

ولسمشر محمداشرف غني د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د مشورې لپاره لویه مشورتي جرګه راغواړي.

ولسمشر وايي، د قانون له مخې د یادو طالب بندیانو د خوشې کولو واک نه لري؛ ځکه پر هغوی حق‌العبدي اوښتې او په وینا یې، لپاره به یې لویه مشورتي جرګه راوبلي.

ولسمشر غني نن په خپله اختریزه وینا کې وویل چې د اختر تر څلورمې ورځې پورې به ۵۰۰ نور طالب بندیان خوشې کړي. د هغه په وینا، دغه بندیان سولې ته د دولت د ښه نیت ښودلو او دغه راز د طالبانو له لوري د درې ورځني اوربند له کبله خوشې کوي.

نوموړي د لویې مشورتي جرګې د جوړولو لپاره د ملي شورا له غړیو وغوښتل چې د دغه کار د ښه ترسره کولو په موخه دې له خپلو ولایتونو چې د اوړي په رخصتیو ورغلي، را وګرځي.

ولسمشر غني زیاته کړه، د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د نه خوشې کولو پرېکړه یې په دې مانا نه ده چې دولت د دې ډلې ټول بندیان نه خوشې کوي، بلکې غواړي چې په اړه یې له خلکو سره مشوره وکړي.

ولسمشر له طالبانو وغوښتل چې سولې ته د رسېدو لپاره څومره ژره چې کېدای شي د افغانستان دولت د سولې له مرکچي پلاوي سره مخامخ خبرواترو ته حاضر شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام