ولسمشر د پکتيکا د والي تورونه دې جدي وڅېړل شي

ولسمشر اشرف غني د ملي امنيت په شورا کې د پکتيکا والي عبدالکريم متين د تورونو سپيناوي په موخه د دولتي او حکومتي مقاماتو څخه ګډ پلاوي و ټاکل.

ولسمشر په دغو پلاو کې، د کورنيو، عدليې او د راستنېدونکو او کډوالو چارو وزيران، د ولسي جرګې دويم مرستيال، د مشرانو جرګې دويم مرستيال، د ولسي جرګې د دفاعي کمېسيون او د دغې جرګې د داخلي او ملي امنيت مشران، د مشرانو جرګې د داخلي امنيت کمېسيون او د دغې جرګې د سیمه ییزو ارګانونو د دفاعي کميسيون مشران، د ملي امنيت عمومي مشر، په نظامي چارو کې د لوی څارنوال مرستيال او د سيمه ییزو ارګانونو ادارې سرپرست شامل دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله پاڼه کې لیکلي، جمهور رییس غني ټاکل شوي پلاي ته دنده سپارلې، چې د پکتيکا والي د تورونو په باب هر اړخيزې څېړنې وکړي او پايله يې ولس ته واوروي.

له دې وړاندې د پکتيکا والي عبدالکريم متين سلام وطندار ته ويلي و، چې د ډيورنډ کرښې هغې غاړې وسله وال د افغانستان نورو ولايتونو ته اوړي.

هغه دا هم ويلي و، چې دغه وسله وال په مرمۍ ضد موټرو سمبال دي او د افغانانو په ژبه نه پوهيږي.

د پکتيکا والي زياته کړې وه، چې ده څو څو وارې د افغانستان د ملي امنيت شورا ته په دې اړه راپور ورکړی و، خو دغه اداره يې په اړه څه نه دي ويلي.

دپکتیکا والي دا تور هم پورې کړی و چې دملي امنیت شورا هغه کورنيو ته مالي مرستې ورکوي چې ګټه یې داعش ته رسيږي. او دا مرستې یې داعش سره بللې وې.

همدارنګه دملي امنیت په دغه جلسه کې د ملي امنيت شورا د مرستيال سلاکار، پکتيکا د والي دغه تورونه په کلکه رد کړل.

د پکتيکا والي د افغانستان د ملي امنيت پر شورا دا تور هم پورې کړی و، چې د مخالفو وسله والو سره نقدي مرستي کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام