ولسمشر: د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیکوم

د سولې لویې مشورتي جرګې په خپله پای‌غونډه کې د پنځه‌ویشت ماده‌ییز پرېکړه‌لیک په صادرولو سره د څلور سوو طالب بندیانو له خوشې کولو سره هوکړه وکړه.

ولسمشر محمداشرف غني د دې جرګې په پای‌غونډه کې وویل چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان به لاسلیک کړي.

ولسمشر غني په یاده غونډه کې وویل: «لویې جرګې تاریخ جوړ کړ او غواړي تېرو څلوېښتو کلونو ته د پای ټکی کېږدي او د جګړې د کلونو پر مهال ټولې زیانونه جبران کړي.»

نوموړي وویل: خدای موږ ته هر څه راکړي او هیله لرو چې وکولای شو له خپلو وړتیاوو ګټه واخلو.

ولسمشر وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټول منسوبین به چې د وظیفوي بې‌غورۍ په تور بندیان دي، خوشې کړي. د امنیتي منسوبینو د خوشې کولو غوښتنه چې په بېلابېلو دلایلو بندیان شوي، د سولې لویې مشورتي جرګې د غړیو له لوري وړاندیز شوي وو.

ولسمشر غني زیاته کړه چې «بېلابېل لاسونه پر دې کار کوي چې افغانستان خپل ځان راټول نه شي کړای.» نوموړي وویل، موږ کولای شو سوله یوې پایلې ته ورسوو.

محمداشرف غني وویل، د افغانستان د خلکو او جمهوریت غېږده دومره پراخه ده چې کولای شي طالبان په‌کې ځای کړي.

د لویې مشورتي جرګې رییس عبدالله عبدالله د لویې مشورتي جرګې په پای‌غونډه کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د جرګې پرېکړه تاریخي وبلله او دا یې د افغانستان په خیر یاده کړه.

عبدالله د امنیتي ځواکونو له زیار نه هم مننه وکړه چې د جرګې لپاره د ترتیبانو نیولو له پیل راهیسې یې د جرګې امنیت وساته او د خطرونو او سترو توطیو مخه یې ونیوله.

نوموړي وویل چې د جرګې پرېکړې وروستیو پلمو ته هم د پای ټکی کېښود.

په همدې حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د لویې مشورتي جرګې په پای‌غونډه کې وویل، د لویې مشورتي جرګې پرېکړه‌لیک بحث پای ته ورساوه او موږ یې خپلو هیلو ته ورسولو. نوموړي وویل چې په سوله کې عزت دی. سوله ښکلې ده او طبیعي خبره ده چې ژوند هم ښکلی دی.

کرزي وویل: د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کولو وروسته چې تاسو تایید او ولسمشر به یې تصویب کړي، دوه یا درې ورځې وروسته به د معصوم ستانکزي په مشري ولاړ شي او خبرې اترې به پیل کړي.

حامد کرزي د خپلې وینا په یوه برخه کې زیاته کړه چې خلک د خپلو حقونو او ازادیو په اړه اندېښمن وو. هغه ټینګار وکړ چې «ډاډه اوسئ چې سوله به دا نعمت لا ښه او ډېر کړي. ټول افغان ماشومان به ښوونځي ته ولاړ شي.»

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام