ولسمشر: د سولې خبرو اترو لومړی پړاو به د معینانو په کچه وي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې اترې به په نژدې راتلونکي کې د بهرنيو چارو د معینانو په کچه ترسره شي.

هغه زیاته کړه، چې د څلور اړخیزو خبرو اترو لومړی پړاو به د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره شي او مشري به يې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي له خوا کيږي، چې چين او د امريکا ځانګړي استازي به هم په کې ګډون ولري.

نوموړي تېره اوونۍ د پاکستان لوی درستيز راحیل شریف د راتګ په اړه وویل، چې دوی د سولې په اړه اساسي خبرې وکړې او پاکستان په خپله خپره شوې اعلاميه کې په واضح ډول هغه څه خپاره کړي وو، چې دوی يې په اړه خبرې اترې وکړې.

غني زیاته کړه، چې وسله وال به یوه لاره غوره کوي یا سوله او یا هم ترهګري.

د هغه په خبره درېيمه لاره هيڅ وجود نه لري او " د دوی پر ضد د مشروع فزيکې قوې د استعمال له پاره څلور اړخیزو هېوادونو هوکړه هم کړې ".

د هېواد ولسمشر دا هم وویل، چې لومړی باید د جنګ ابعاد په روښانه ډول و څېړل شي او د سيمې او نړیوالو تروریستانو تفکیک باید وشي.

ولسمشر چې په تېر یوه کال کې د حکومت کړنو ته په اشارې سره دا هم وویل، چې په تېر یوه کال کې د افغانستان تر ټولو لویه لاسته راوړنه د افغانستان د خاورې بقا وه او د افغان امنيتي ځواکونو په خورا سرښندنو سره دغه خاوره پر دوو سیاسي جغرافيو له تجزيې څخه ژغورل شوی دی.

هغه په قضایه قوې کې د استقلالیت په پام کې نيولو سره په دغې قوې کې له اصلاحاتو د جدي ملاتړ اعلان وکړ.

ولسمشر غني د ټاکنو په اړه هم وویل، چې د ولسي جرګې او د ولسواليو د شورا ګانو ټاکنې به د خزان او اوړي ترمنځ د یو سیاسي او ارامه فضا د شتون په صورت کې ترسره شي.

د افغانستان ولسمشر د ولسي او مشرانو جرګې پر کړنو هم نيوکې وکړې او زیاته يې کړه، چې وکیلان یوازې د ولسمشر فرمانونه ردوي او د افغانستان د راتلونکي ستونزو د حل له پاره طرحه نه وړاندې کوي.

همدارنګه ولسمشر محمد اشرف غني په تېر یوه کال کې د حکومت اقتصادي کړنو ته هم اشاره وکړه، چې په راتلونکي وري میاشت کې به د ترکمنستان د ګازو او ریل ګاډو پټلۍ د افغانستان فاریاب ولایت اقينې بندر ته ورسيږي او تر ټولو لومړی اساسي اقدام به له دغې لارې د غنمو واردات وي، چې په دې سره به د افغانستان اقتصادي تکیه يوازې له څوو هېوادونو هم کمه شي.

د ویلو ده، چې افغان ولسمشر د افغانستان زراعتي برخې ته هم اشاره وکړه او و يې ویل، چې د زراعتي برخې په ځان بسیا په اړه لومړی د اوبو او برق مدیریت جدي اړتيا ده، چې دغه موضوعات د نوي حکومت د برنامو په صدر کې ځای لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام