ولسي جرګه وايي، له وسلهوالو طالبانو سره د سولې خبرو اترو لهپاره د ولسمشر له لوري ټاکل شوی مرکچي پلاوی ولسي ملاتړ نهلري او په جوړښت دې یې بیا کتنه وشي.
تر هغې وروسته چې ولسمشر محمداشرف غني تېره اوونۍ په جنیوا کنفرانس کې له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه ۱۲ کسیز پلاوی وټاکه، نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې ځینو وکیلانو د یاد پلاوي ټاکلو په اړه غبرګون وښوده.
د ولسي جرګې غړې نفیسې عظیمي وویل، له طالبانو سره مرکچي پلاوی دولتي دی او دغه راز ولسي ملاتړ نهلري. د نوموړې په وینا، یاد پلاوی له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پر مخ وړلی نهشي او پهکار ده چې ولسمشر پرې بیا غور وکړي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي جعفر مهدوي هم له طالبانو سره د حکومت مرکچي پلاوي پر جوړښت نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، د دغه پلاوي جوړښت ښيي چې حکومت د سولې لهپاره اراده نهلري.
وکیلان وایي، افغانستان کې داسې وتلې څېرې شته چې لاسونه یې د خلکو په وینو نه دي ککړ، ټولنیز ملاتړ لري او طالبان به یې هم د خلکو د رښتینو استازو په توګه ومني.
ولسمشر غني تېره اوونۍ په جنیوا غونډه کې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لهپاره د جوړې شوې طرحې وړاندې کولو ترڅنګ وویل، ۱۲ کسیز پلاوی یې د یادو خبرو اترو لهپاره ټاکلی دی.
له طالبانو سره د افغان حکومت په ټاکل شوي ۱۲ کسیز مرکچي پلاوي کې د ولسمشر د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي، د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیره حسینه ساپۍ، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال عبدالتواب بالاکرزی، د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت مرستیاله عالمه، د ملي امنیت ریاست مرستیال عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاهگل رضایي، د سولې عالي شورا مرستیال عطاالله لودین، د پکتیا والي شمیم خان کټوازی، د سترې محکمې غړی عبدالله عطایي، د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو رییس توریالی غیاثي او د حج او اوقافو وزارت مرستیال عبدالحکیم منیب غړیتوب لري.
ویل شوي، دغه نوملړ د بدلون وړ دی.